
ولسمشر محمد اشرف غني په سويس کې د اقتصاد نړیوالې مجمع غونډې په څنډه کې وويل، د طالبانو کسان له جنګه ستړي شوي خو رهبران يې په قطر کې په پانګهوالو بدل شوي دي.
ولسمشر ويلي، د طالبانو رهبرانو څلور، پنځه ښځې کړي او له ژونده خوند اخلي.
محمد اشرف غني د يادې ناستې په پای کې د جنګ پای ته رسولو باندې ټينګار کړی او زياته کړې يې ده چې د طالبانو قدرت منفي او د تاوتريخوالي لامل کېږي.
ولسمشر غني اجرايه رييس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي ته په خطاب کې ويلي چې دوی افغانستان لپاره هېڅ برنامه نه لري؛ خو دی برنامه لري.

د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد د ولسمشر د وينا اړه غبرګون ښودلی او پر خپله ټوېټر پاڼه يې ليکلي چې په داووس کې د ولسمشر غني د تېرې ورځې وينا ناعادلانه ده او معلومات يې کم دي.
نوموړي ټيڼګار کړی چې محمد اشرف غني د طالب چارواکيو پرضد ناسم تورونه لګولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې ( سه شنبه، د دلوې لومړۍ ڼېټه) باندې د سويس داووس ته د اقتصاد نړیوالې مجمع غونډه کې د ګډون په موخه لاړ.




