کډوال: کندوز اوس مونږ ته د امنیت له پلوه خوندي ځای نه دی

د وسله والو طالبانو له لوري د څوو ورځو له پاره د کندوز ښار نیول کېدل او په دې ولایت کې روانې نښتې د دې لامل شوي دي، چې شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شي.

دغه بې ځایه شوې کورنۍ وايي، چې کندوز دوی ته نور د پخوا په څېر نه دی.

مېرمن روبینه له خپل معیوب خاوند سره پر کندوز ښار د وسله والو طالبانو له برید وروسته پلازمېنې کابل ته را کډه شوې ده.

دغه مېرمن له خراب اقتصادي حالت نه شکایت کوي او وايي، چې د جګړې له سیمې یې د تېښتې پر وخت د موټر کرایه را قرض کړې ده.

روبینې وویل، تر اوسه پورې حکومت ور سره هیڅ ډول مرسته نه ده کړې او نه غواړي بېرته کندوز ښار ته کډه شي.

د دغې مېرمنې کېسه د کندوز ولایت د زرګونو بې ځایه شویو کورنیو کیسه ده او د ځان خوندیتوب په پار یې خپل ټول شته پریښي دي او کابل او نورو ولایتونو ته کډه شوي دي.

دغه کډوال وايي، چې نور په کندوز کې د اوسېدو څخه مطمین نه دي.

په ورته وخت کې د کډوالو چارو وزارت کندوز ته د ۷۰ سلنه د بې ځایه شویو کورنیو د بېرته ورستنېدو خبره کوي.

دغه وزارت وايي، چې د بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې له پاره ځانکړې بودیجه نه لري او تر اوسه پورې د بې ځایه شویو کورنیو سره شوې مرستې د «یو.ان.اچ.سي.ار» او «ډبلیو.اف.پي» له خوا شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلا کار حفیظ احمد میاخېل وايي، چې تر اوسه پورې له ۲۹۴۸ مستحقو کورنیو سره د پېژندنې وروسته مرستې شوي دي او هغه کورنۍ چې بېرته دغه ولایت ته نه ورستنیږي؛ هغوی به د ملګرو ملتونو د پنا غوښتونکو عالي کمشنرۍ ته ور وپېژندل شي.

میاخېل وویل، د کندوز ولایت زیات شمېر بې ځایه شوې کورنۍ د خوراکي توکو او سرپناه نشتوالي ستونزو سره مخ دي.

دی زیاتوي، چې تر اوسه پورې په کابل کې د کندوز ولایت څخه راغلو ۹۰۰ تنو سره د نړیوالو بنسټونو له خوا د خوارکي توکو او د کورني لوخو مرسته شوې ده.

د کډوالو چارو وزارت د ننګرهار له ولایت څخه د شاوخوا ۶ زره کورنیو د بې ځایه کېدو خبر هم ورکوي او وايي، چې دغه بې ځایه شوې کورنۍ د بټي کوټ، کوټ او اچین ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام