محمود په غړو ښکلا سیالیو کې د (مسټرافغانستان) لقب وګاټه

د افغانستان غړو ښکلا فدراسیون مشرباورخان هوتک رسنیو سره په خبرو کی وویل، چې په دې سیالیو کې د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو څخه ۶۵۰ مخکښو د غړو ښکلا لوبغاړو برخه اخیستې وه.

د هېواد د غړو ښکلا فدراسیون یوه چارواکي سلام وطندار ته وویل، چې په دې سیالیو کې د هېواد په کچه په ۲۸ ولایتونو کې د غړوفدراسیونونو ثبت شوي لوبغاړو ګډون کړي وو.

د غړو ښکلا فدراسیون له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د سیالیو په لومړۍ ورځ د لوبغاړو وزن ټاکنه وشوه، چې په ورپسې ورځ بیا د لوبڅارانو له خوا غوره لوبغاړي فاینل پړاو ته غوره شول او نن د اتل پیژندلو لپاره وروستۍ پړاو ترسره شو.

د یادونې وړ ده، چې د (مسټرافغانستان) غړو ښکلا لقب تېرکال هلمندي لوبغاړي شکر الله ترلاسه کړی وو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام