د افغانستان ۱۸ کسیزه ۱۹ کلنه فوټبال ملي لوبډله د اسیا په ۱۹ کلنو اتلولۍ جام فوټبال سیالیو کې د ګډون په موخه نن(چهار شنبه ) له کابل څخه د فلسطین په لور روانه شوه.
دغه راز له ملي لوبډلې سره حیات الله لوګروال د مشر روزونکي خو ظاهرحسني او سید رجب شاه معصومي د مرستیالانو په توګه ملتیا کوي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپانې په خپرولو سره وایي چې افغانستان به د اسیا په ۱۹ کلنو فوټبال جام سیالیو کې په (سي) ګروپ کې له عربي اماراتو، هندوستان او کوربه فلسطین ۱۹ کلنو فوټبال ملي لوبدلو سره لوبې ترسره کړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې چې د فلسطین په کوربتوب د اسیا ۱۹ کلنو فوټبال جام سیالیو موخه د ۲۰ کلنو فوټبال نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کول دي.
د ورکړل شوي مهال ویش له مخې به افغانستان ددې سیالیو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ له عربي اماراتو ۱۹ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره ترسره کړي.
افغانستان به دویمه لوبه د اکتوبرپه ۴ مه نیټه له کوربه فلسطین او د اکتوبر په ۶ مه نیټه له هندۍ ۱۹ کلنې لوبډلې سره ترسره کړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم د لوبډلې د رخصتولو پرمهال د لوبډلې د ښوو لاسته راوړنو تمه وښوده.
ښاغلي کریم له افغان لوبډلې وغوښتل ترڅو په خپلو لوبو؛ غم لړلي افغانان خوشحاله کړي او ډک لاس هیواد ته راستانه شي.
د فوټبال اسیايي شورا د معلوماتو له مخې چې په دې سیالیو کې د اسیا وچې د ۴۰ هیوادونو ۱۹ کلنې فوټبال ملي لوبډلې برخه لري چې په ۱۰ ګروپونو ویشل شوي دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې د هر ګروپ لومړی او دویم مقام ګټوونکي لوبډلې به ددې جام دویم پړاو ته غوره شي او له هغې وروسته به ترې غوره هیوادونه د فوټبال نړیوالې شورا لخوا پیلیدونکي ۲۰ کلنو فوټبال نړیوال جام سیالیو ته وټاکل شي.