کرواشيا هم خپل سرحد او لارې د کډوالو پرمخ بندې کړې

د نړېوالو رسنيو د راپور له مخې وروسته له هنګري نه اوس کرواشيا هم د سوري او نورو افریقايي هېوادونو د کډوالو پر مخ خپل سرحدي لارې بندې کړې.

د کرواشیا چارواکي وايي، چې کله هنګري د کډوالو پرمخ خپل سرحدونه بند کړل، نو دغه هېواد ته ۱۳ زره کډوال راغلي او دوی پرته له بندولو بله چاره نه لري.

د ياد هېواد د کورنيو چارو وزیر "رانکو اوسټوحک" ویلي، چې له حده زیات کډوال د دوی هېواد ته ورغلي او په وينا يې نور يې هېواد د زیاتو کډوالو د ساتلو ظرفیت نه لري.

هغه زياته کړې، چې یواځې کرواشیا نه، بلکې یونان، سربیا او مقدونيه له لارې هم کډوال کولی شي، چې اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.

د اوسټوحک په خبره، کرواشيا اروپا ته د تللو لاره نه ده.

له دغه اعلان وروسته اوس ځينې کډوال د بسونو او ریل ګاډو په واسطه بېرته تګ پېل کړي.

کرواشيا د خپل سرحد شاوخوا د یو لوی دیوال پر جوړولو هم پېل کړی.

یاده دې وي، چې اوس هم په زرګونه کډوال د کرواشيا په سرحدونو کې بند پاتې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام