
القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د یو نوي ویډیويي پیغام په خپرولو سره له خپلو پلویانو غوښتي چې د دوښمن پر وړاندې سره راټول او یو موټی شي.
ده پهدې تازه ویډیويي پيغام کې ـ چې سياېناېن ټلوېزیون ترلاسه کړې ـ خبرداری ورکړی چې مسلمانان (سُنیان) د شیعه مسلمانانو، امریکایانو، فرانسویانو، روسانو او چینایانو په ګډون له هرې خوا د دوښمنانو له خطر سره مخ دي.
ظواهري د القاعده شبکې له پخواني مشر اسامه بنالادین وروسته ـ چې اته کاله مخکې په پاکستان کې د امریکا د ځانګړیو ځواکونو له لوري ووژل شو ـ د دې ډلې مشر دی. پر بنلادن تور و چې پر امریکا متحده ایالاتو باندې یې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱ مې نیټې ترهګریز برید پلان کړی وو. د امریکا پر نړۍوال سوداګریز مرکز باندې د برید په پایله کې نږدې ۳۰۰۰ کسان وژل شويوو.
د القاعده شبکې دا څرګندونې داسې مهال رسنیزې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر ډېسمبر په ۱۹مه ویلي وو چې له افغانستان او سوریې نه به خپل پوځي ځواکونه وباسي چې د ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې د امریکا د ملي شورا د غړیو له غبرګون سره مخ شوې او دا چاره یې په سیمه کې د امریکا د ګټو په زیان وبلله.





