اردوغان: پوځ او دولتي ادارې به له “ویروسه” پاکې کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ناکامې کودتا وروسته په خپلې لومړنۍ بیانیه کې په دې هېواد کې درې میاشتې بېړنی حالت اعلان کړی او ویلي دي، چې د منتخب ولسمشر او د امنیتي ځواکونو د سراعلی قومندان په توګه به د امنیتي ځواکونو لیکې او دولتي بنستونو له "ویروسه" پاک کړي.

اردوغان وايي، دولت یې د پولیسو د قوماندانانو صلاحیت زیاتوي او ترکیه به خپلو موخو ته د رسېدو له پاره ولسواکي تر پوښو لاندې نه کړي.

د ترکیې ولسمشر ډاډ ورکوي، چې ولس دې اندېښنه نه کوي، د تېر په شا به ترکیه سوله او ټیکاوو ولري او ترکیه به دنړۍ د ځواکمن دولت په توګه په سیمه کې موجوده وي.

اونۍ مخکې د ترکیې د اردو یوې ډلې کودتا وکړه، خو له څو ساعتونو وروسته دغه کودتا ناکامه شوه.

د کودتاچیانو او پولیسو تر منځ په نښته کې له ۲۹۰ تنو زیات ووژل شول او ۱۴۰۰ تنه نور ټپیان شول.

له کودتا وروسته له ۶ زرو زیات کسان د افسرانو او قاضیانو په ګډون په کودتا کې د لاس لرلو په تور ونیول شول.

همدا ډول ۶۰۰ دینې مدرسې رخصت شوې او په زرګونه دولتي مامورین له دندو وباسل شول.

د ترکیې ولسمشر اردغان وايي، ښايي د دې هېواد پارلمان د اعدام په قانون غور وکړي او د سزا قانون ته یې بیا راوګرځوي.

په ترکیه کې ۲۵کاله کېږي، چې هېچا ته د اعدام حکوم نه دی اورول شوی او د اعدام سزا قانون ۱۲مخکې په ۲۰۰۴ کال کې له قوانینو حذف شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام