د نړۍ له څو نوموتي ليکوالانو له ډلې، چې په انګليسي ژبه لیکنې کوي او يا يې هم اثار په انګليسي ژباړل شوي ۶ لیکوالان يې د "من بوکر" ادبي جايزې د ګټلو له پاره ټاکل شوي دي.
په پام کې ده، چې د جايزې ګټونکي ته ۵۰ زره پونډه هم ورکړل شي.
ان ټیلر، جسنیا یاناګیهارا، مارلون جیمز، چیګوزي اوبیوما، سانجیو سوهوتا، تام مک کارټي، بیل کلګ، ان انرایت، لیلا لالامي، انډرو اوهاګان، مریلین رابینسون، انا اسمیل او انورادا روي د دغې جایزې لومړي نوماندان وو.
د دغو له ډلې ۶ تر ټولو ښه ليکوالان وروستي پړاو ته ووتل؛ امريکايي جسنیا یاناګیهارا "وړوکي ژوند" کتاب په ليکلو له ناجیریا څخه اوبیوما د " کب نيونکي" کتاب له جاماییکا څخه " د اوو وژونو تاریخچه" امریکايي ان ټیلر "د ابي تار چرخه" کتاب، بريټانوي ټام مک کارټي " ساتن جزیرې" کتاب او بريټانیوي سانجيو سوهوتای " د تښتېدونکي کال" کتاب په ليکلو سره د ۲۰۱۴ م ز کال د من بوکر جایزې د ګټلو په موخه نوماندان دي.
دغه جایزه هر دوه کاله وروسته هغو لیکوالانو ته ورکول کيږي، چې د ادبياتو د نړېوالتوب په پراختیا او په ادبياتو کې د نوښتونو په برخه کې ليکنې کړې وي.
یو لیکوال، دوه خپرونکي، د ادبي فعاليتونو مسوول، یو کتاب خرڅونکی، یو کتاب لرونکی د "من" ډلې استازي او درې د "بوکر" بنسټ له خوا د داورانو د کمېټې غړي دي.
کله، چې په ۱۹۶۹ م ز کال کې د دغه بنسټ ډبره کېښودل شوه تر تېر کاله پورې یواځې د بریټانيوي، ایرلنډ او زمبابوی هېوادونو څخه د دغې جایزې د اخیستلو له پاره ورته د ګډون حق ورکړل شوی و.
خو له ۲۰۱۴ م ز کال راهیسې هر لیکوال له هر ملت څخه کولی شي، چې د دغې جایزې د ګټلو له پاره ګډون وکړي.
د من بوکر جایزې د ګټونکي نوم به د اکټوبر په ۱۳ مه اعلام شي.





