د هېواد نامتو لیکوال محمد اکرم عثمان په سویډن کې خاورو ته وسپارل شو

د هېواد وتلی او مشهور کیسه لیکوال اکرم عثمان له اونیو ناروغۍ زغم وروسته د جمعې په ورځ د ۷۹ کلنۍ په عمر په سوېډن هېواد کې ومړ.

دنوموړي له وصیت سره سم نن (دوشنبه) ورځ د دغه هېواد په یونشاپنګ  ښار کې چې د استکلهم او د ګوتنبرګ په لار موقعیت لري خاورو ته وسپارل شو.

خدای بخښلی عثمان له هېواده کلونه لرې په سویډن کې د کډوالۍ ژوند کولو.

لیکوال او شاعر عارف فرمان له سويډنه د تیلیفون په لیکه سلام وطندار ته وویل، چې د ارواښاد عثمان په جنازه کې کم شمېر فرهنګیانو برخه اخیستې وه.

دی وايي، له بده مرغه تر اوسه په دې هېواد کې د افغانستان د سفارت استازو د جنازې په مراسمو کې ګډون نه دی کړی.

فرمان ارواښاد عثمان د فارسي ژبې په ادبیاتو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې اغیز لرونکی کیسه لیکوال بولي او زیاتوي، چې ارواښاد په خپلو کیسو او داستانونو سره د افغانستان کلتور نړیوالو ته ور وپېژندلو.

اکرم عثمان په ۱۳۱۶لمريز کال په هرات ولایت کې نړۍ ته سترګې وغړولې او د کورنيو جګړو په پېل کېدو له هېواده کډه او د خپل عمر وروستي کلونه یې په سویډن کې تېر کړل.

کوچه ما، مردها را قول است، همدا ډول نی ها ګل می کنند، درز دیوار او قحط سالي د خدای بخښلي له مشهورو داستاني او لیکني اثارو څخه دي چې چاپ شوي او په ادبي ډلو کې ځای لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام