د کابل ولایت د نظامي زده کړو د مرکز قومندان برید جنرال امین الله پتیاني وايي، چې په دغو ځواکونو کې افسران، بريدملان او سربازان شامل دي.
نن یک شنبه د (اګست ۲۳ مه) د افغانستان د نظامي تعليمي مرکز څخه ۱۴۰۰ تازه دمي سرتیري فارغ شول.
امين الله پتياني د دغو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې زیاته کړه، چې دغه ځواکونه د خپلې خاورې څخه د هر ډول دفاع کولو وړتیا لري.
په پام کې ده، چې دغه ځواکونه د نښې ويشتلو، توپچي، پلي او نورو برخو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر دندو وګومارل شي.
د کابل ولایت د نظامي زده کړو قومندان زیاته کړه، که څه هم د هېواد دښمنان په وار وار د ځينو ولايتونو د سقوط کوښښ کړی، خو د همدغو ځواکونو په مېړانو او سرښندونو نه دي بريالي شوي.
په همدې حال کې د کابل د تعليمي او نظامي مرکز د ښوونې او روزنې قومندان حبیب خان احصاري وویل، چې په اوسنيو شرایطو کې د افغانستان له خاوري دفاع کول یو تر ټولو ستونزمن کار دی.
د نوموړي په وينا، چې د افغان امنيتي ځواکونو څخه د عامو خلکو ملاتړ به دغه ځواکونه د دښمن پر وړاندې لا پياوړی کړي.
هغه فارغ شويو سرتېرو ته وویل، چې د هېواد هر ګوټ د دوی د خاورې پورې اړه لري او باید ورته د خپل هېواد په سترګه وګوري.
د نورو کلونو په پرتله د افغان امنيتي ځواکونو تلفات خورا زيات ښودل شوي.
نظامي کارپوهان او په هېواد کې ځينو څيړونکو ادارې يې عمده لامل د ټول هېواد امنيتي مسووليتونه سپارل افغان ځواکونو کې بولي.
دوی وايي، چې افغان ځواکونو ته د دغه دروند مسووليت له امله خورا زیات زیانونه اوښتي.