څلورم پړاو فوټبال (غوره لیګ) د اګست په وروستۍ اوونۍ کې پېلیږي

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان فوټبال فدراسیون په نوښت د افغانستان څلورم پړاو فوټبال (غوره لیګ) سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۲۷ مه نیټه په کابل کې پېل شي.

ددې سیالیو له پاره د لوبډلویش پچه اچونه په کابل کې د ځانګړو مراسمو او لوړو پوړو حکومتي او ولسي استازو په شتون کې په ځانګړو مراسمو کې ترسره شوه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې په سیالیو کې به د پخوا په څیر د هیواد د ۸ زونونو منتخبې فوټبال لوبډلې برخه ولري.

پدې سیالیو کې د مرکز زون شاهین اسمایي لوبډله د خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي چې تیرکال یې سیمرغ البرز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ترلاسه کړې وه.

د پچې اچونې په پایله کې لوبډلې په ۲ ګروپونو کې وویشل شوې چې په لومړي ګروپ کې به (عقابان هندوکش ، موجهای امو ، د اباسین څپې اوسپین غربازان لوبډلې) او په دوهم ګروپ کې به (شاهین اسمایي ، سمیرغ البرز، طوفان هریرود او د میوند اتلان لوبډلې) ولوبیږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا ټولو اته واړو ګډون کوونکو لوبډلو ته د کورنیو روزونکو په ګډون د ګاونډیو هیوادونو بهرني روزونکي هم ګمارل شویدي او اوسمهال په کابل کې له خپلو لوبډلو سره یوځای دي.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ کال کې پیل شوې چې په لومړي ځل پکښې طوفان هریرود لوبډلې داتلولۍ جام ترلاسه کړ.

د هغې وروسته پرله پسې دوه ځلې شاهین اسمایي لوبډلې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې خپلو سیالانو ته په ماتو ورکولو سره داتلولۍ جامونه وګټل.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو د چارواکو په وینا چې د تیرپه څیر به د غوره لیګ ټولې سیالۍ د اونۍ په دریو ورځو چهارشنبه ، پنجشنبه او جمعې په ورځو کې مازیګر ۴ بجې د افغانستان فوټبال فدراسیون په (ګول) لوبغالي کې ترسره کیږي چې د دوه خصوصي تلویزیونونو او دوی پورې ورته راډیوګانو له لارې به فوټبال مینه والو ته په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام