څه موده وړاندې سیګار ادارې یو راپور خپور کړی و، چې د افغانستان روغتیا وزارت ۵۵۰ روغتیايي مرکزونه خیالي جوړ کړي او په سلګونو ډالر يې حیف او میل کړي دي.
خو د روغتیا وزیر فیرزوالدین فیروز، چې د روغتیايي خدمتونو د تقویت او کلینکي اسانتیاوو د تحقیق لپاره د دوو ورځو په خاطر هرات ولایت تللی و، نن له غرمې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې دوی له ۳ میاشتو راهیسې ډېر روغتیايي مرکزونه بررسي کړي دي او هیڅ خیالي مرکز نه شته.
د روغتیا د وزیر پر وینا، سیګار د "جي پي ایس" سیستم په واسطه پلټنې کړي، چې ۵۵۰ روغتيايي مرکزونه نه شته، په داسې حال کې چې د روغتیا وزارت له "جي پي ايس" نوي سیستم نه استفاده نه ده کړې.
د فیروزالدین پر وینا، په افغانستان کې ۵۵۰ روغتيايي مرکزونه فعال دي او که هره اداره غواړي، په دې برخه کې پلټنه وکړي، دوی حاضر دی، چې له نېږدې یې وروښيي.
د روغتیا د وزیر په خبره، د هرات ولایت د بېلابېلو سیمو ۲۵ سلنه اوسېدونکي روغتيايي اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري او د دغو خلکو لپاره به ۱۷ روغتيايي مرکزونه په شینډنډ، فارسي،چشت شریف او ګلران ولسوالیو کې جوړ کړي.
د فیرزوالدین په وینا، پر دغو مرکزونو باندې به یو میلیون ډالر لګښت راځي، چې د نړیوال بانک، ارپايي ټولنې او د امریکا پراختيايي ادارې له خوا ورکول کېږي.
د روغتیا وزیر په ورته وخت کې دا هم وویل، چې په هرات ولایت کې ۴۵ غیر معیاري روغتيايي مرکزونه فعالیت کوي، چې له دقیقې پلټنې وروسته به معیاري شي.
د روغتیا وزیر هرات ته په دغه سفر کې د تورغندي په ښارګوټي کې یو ۲۱بستریز ښځینه روغتون، چې لګښت یې د ترکمنستان له خوا ورکول شوی و، په حوزوي روغتون کې د ماشومانو یو ۳۰بستریز کلینک او د هرات ولایت په حوزوي روغتون کې د یو لابراتوار پرانیسته وکړه، چې لابراتوار کولی شي په سیمه کې د باکتریالوژي او سیرلوژي اړوند ټول معاینات وکړي او د موجودو خلکو ستونزې حل کړي.