د مېړه له کوره راته زندان ښه دی

ډېرې ورځې مې د خپل مېړه د تریاکو لپاره په ښار کې خیرات وغوښت. په کومه ورځ چې به تریاک ور ونه رسېدل؛ زه او او اولادونه به یې د پښو لاندې کړو. زه یې له نورو نارینه وو سره بد فعلۍ او اړیکو نیولو ته مجبورولم. زه بدفعله نه یم، اړه شوم، چې د مېړه له کوره وتښتم. ما ته د مېړه له کوره، زندان ښه دی.

خدیجه هغه ښځه ده، چې «له کوره د تښتېدلو» د جرم سر زنداني شوې ده.

هغه وايي، چې مېړه یې هغه او بچیان له وهلو- ټکولو وروسته له کوره شړل او هغوی مجبورېدل چې شپې، شپې په تشناب کې رڼې کړي.

خدیجه وايي، چې ۱۳ کاله یې د مېړه دغه کار زغملی دی او پلار ته د پنا ور وړلو په صورت کې هغه هم ځای ورنه کړ؛ مجبوره شوه، چې له کوره وتښتي.

خدیجه په پېغلتوب کې د خپل ورور د ښځې په مقابل کې په بدل ورکړل شوې او د هغې په خبره، له واده وروسته یې په ژوند کې د خوښۍ مخ نه دی لیدلی.

د غزني ولایت په عمومي زندان کې یوه ګوښه برخه د ۱۹ ښځینه زندانیانو لپاره بېله شوې ده. یوه کوچنۍ دروازه لري، چې په قفل او ځنځیر سره تړل شوې ده. تر ډېره هغه ښځې چې په دغه زندان کې بندیانې دي؛ له کوره د تېښتې پر جرم زندانې شوي دي.

له کوره تښتېدل، د افغانستان په قوانینو کې جرم ګڼل شوی دی، خو هغه ښځې چې په غزني زندان کې شپې ورځې تېروي؛ له خپل کار نه دفاع کوي او وايي، چې ټولې لارې پرې تړل شوې وې او یواځینۍ «بهترینه لاره» تېښته وه، چې دوی غوره کړه.

دلته داسې کسان هم شته، چې له خپل کوره د زندان کوټې ښې ګڼي او د زندان ساتونکي له خپلو پلرونو نه مهربان بولي.

دغه ښځې وايي، خلک ورته د «بدلمنو» په سترګه ګوري او په اړه یې غلط فکر کوي، خو «زور او جبر» د دې لامل شوی، چې له کوره تېښتې ته مجبورې شي.

یوه بله ښځه د زندان په ګوښي ځای کې ناسته ده، د زندان پر لوړو دېوالونو لګېدلو سيم خاردارو ته په ژور نظر ګوري. هغې له کندهار نه غزني ته تېښته کوله، چې په دغه ځای کې ونیول شوه او زندان ته ولېږل شوه.

دغه ښځه نوم نه اخلي، خو وايي، چې پلار او وروڼو یې پرېکړه کړې وه، چې یو زوړ سړي ته یې ورکړي، پر وینا، یې د له ډېرو هڅو وروسته په دې بریالۍ نه شوه، چې خپله کورنۍ له دې کاره منع کړي؛ نو مجبوره شوه، چې تېښتې ته زړه ښه کړي.

دا مېرمنه وايي، له هغه چا سره یې چې واده کېدلو؛ د ۶ اولادونو پلار و او" له هغه چا سره، چې تښتېدلې یم، خوشاله یم."

بله ښځه چې له همدې ښځې سره په کوټه کې یوځای اوسېږي، په همدې دلیل چې په اجباري ډول بل چا ته ودېدله؛ له کوره تښتېدلې او نیول شوې ده.

هغه وايي :"غوښتل یې له هغه چا سره واده وکړم، چې اولادونه یې زما په عمر وو. ما په کور کې ډېر وویل، چې «نه» خو زما خبره یې چا ونه منله، راته یې وویل، چې ورور دې له هغه سړي موټر اخیستی دی."

خو پېغله امنه چې له خپل خوښ کړي هلک سره د ملاقات پر دلیل زنداني شوې ده؛ زړه یې ازادۍ ته بې واره دی.

هغه د غزني د یوې لېسې زده کوونکې ده، پر وینا یې، له خپل خوښ کړي هلک سره د دوی کورته په لاره وو، چې د پولیسو له خوا ونیول شول.

په زور ودونه او ځورونې د افغان مېرمنو د تېښتو اصلي لاملونه دي.

د غزني زندان مسول عبدالطیف حسنیار د ښځینه زندانیانو د شمېر زیاتوالی کورنی تاوتریخوالی ګڼي، وايي، چې کورنۍ د خپلو لورګانو او ښځو غوښتنو ته درناوی نه کوي.

د حسنیار په خبره، په دغه زندان کې د زیاتره زنداني شویو ښځو جرمونه قتل او له کوره تښته ده.

دا د افغانستان په ناامنه سیمو کې د ښځو اړوند د ستونزو څو بېلګې دي. د ښځو د حقوقو یو شمېر فعالان وايي، د هغو ښځو شمېر زیات دی، چې له دغه ډول ستونزو سره مخ دي، خو هغوی د خپلو حقوقو په اړه د کم پوهاوي په لرلو سره د هر ډول کورنۍ ستونزې په مقال کې خاموشه ناستې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام