ټاکل شوې ده، چې د حامد کرزي له نړیوال ډګر او هرات نه به د روانې میاشتې په پای کې د حاجیانو لومړي پروازونه پيل شي.
د حج او اوقافو وزارت سلاکار محراب دانش په ځانکړې مرکه کې سلام وطندار ته وویل، چې په هېواد کې د ننه په زونونو کې د پروازونو لپاره چمتووالي نیول شوی او د حج زیات کوونکي به په ټاکلي وخت ولېږدول شي.
نوموړي وویل، چې د زیارت کوونکو د لارښوونې او روغتیا لپاره یې صحي ډله او استادان هم ګومارلي دي.
په ورته وخت کې د اریانا هوايي شرکت اداري رییس محمد عمر مستور سلام وطندار ته وویل، چې د حج زیارتوالو لپاره یې کره پروګرام په پام کې نیولی دی او زیاته یې کړه، چې دغه شرکت به لومړۍ الوتنې د کابل او هرات له هوايي ډګرونو نه د زمري میاشتې په ۲۸ نېټه پیل کړي، په دویم نوبت کې به د کندهار او مزار له هوايي ډګرونو څخه الوتنې پیل شي.
مستور زیاته کړه، چې د ټولو احتمالي ستونزو د حل لپاره یې چمتووالی نیولی دی.
سږ کال د افغانستان د حج زیارتوالو سهم ۲۴ زرو تنو ته رسېږي.
د یاد وزارت مسولین وايي، چې د ۳ وختونو د ډوډۍ، استوګنې او د حج مراسمو ته د نېغه په نېغه لېږ په برخه کې اړینې اسانتیاوې په پام کې نیولي دي.
تېر کلونه د حج زیارتوالو د لېږد او رالېږد په برخه کې شکایت کولو.
بې کیفیته او بې معیاره خدمتونه، لوړو بیو او ستونزو ته نه پاملرنه، د دوی له اساسي ستونزو څخه وو.