د سولې عالي شورا ویاند او د ولسي جرګې غړی مولوي شهزاده شاهد نن سلام وطندار ته وویل، چې ښایي د طالبانو مشرانو تر منځ د یو لړ مخالفتونو له امله د سولې خبرې تر نامالومې مودې پورې وځنډیږي.
خو نوموړي زیاته کړه، چې دا خبرې له ناکامۍ سره نه مخ کیږي او افغانستان تمه لري چې د طالب مشرانو لیوالتیا له امله به د سولې خبرې بېرته پېل شي.
دغه راز، شاوخوا دوه کاله وړاندې د همغه وخت د ملي امنیت مشر د ولسي جرګې په سري ناسته کې ويلي وو، چې د طالبانو مشر ملا عمر مړی شوی دی، خو د ځینو سیاسي کتنو له مخې دغه خبر رسنیو ته را ونووت.
شاهد وویل، طالبان د مشري له پاره د ملا اخترمحمد منصور او ملابرادر پرسر اختلاف لري، خو که له دغو کسانو هر یو د طالبانو مشري پرغاړه واخلي، د سولې خبرو ته لیوالتیا لري.
د سولې عالي شورا ویاند زیاتوي، چې ملا اختر محمد منصور د سولې خبرو لومړي پړاو له جزیاتو خبر دی.
په همدې حال کې تېره ورځ د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي دانيل فلډ من تېره ورځ يوې خبري ناستې ته وویل، چې د ملاعمر مړينه طالبانو ته دا فرصت برابروي، څو د سولې له پروسې سره يوځای شي.
له بل لوري د طالبانو د رژیم پر مهال مهم چارواکی او د افغانستان د خلاصون شورا مشر سید اکبر اغا وايي، چې د مشر پر سر د طالبانو اختلافات به زیات دوام ونه مومي او د دوی دغه چاره به هيڅ ډول د سولې پر خبرو اترو منفي اغیز ونه کړي.
د ملاعمر زوی ملایعقوب اسوشېتد پرس خبري اژانس ته ويلي، چې ده ته د طالبانو نوی امير ملااختر منصور د منلو وړ نه دی او د ټاکلو پر مهال يې هم د کوټې شور ا زیات غړي له ده سره مخالفت درلود.
هغه ويلي، چې ملااختر منصور يواځې په خوفیه ناسته کې خپل پلويان راټول کړي وو.
اخوا د مشرانو جرګې غړی موسی هوتک هم وايي، چې د طالبانو دغه اختلافات به د سولې پر خبرو اترو هيڅ راز اغیز ونه کړي.
له دې وړاندې اسلام اباد اعلان کړی وو، چې د سولې خبرې اترې دویم پړاو به په اسلام اباد کې د جولای په ۳۱ مه ترسره شي، خو کله چې د ملاعمر د مړينې خبر خپور شو، نو د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې د ملاعمر د مړينې له امله دغه خبرې اترې د نامعلومې نېټې پورې ځنډيدلي دي.