عبدالله: د برېښنایي تذکرو د کارکوونکو ګوښه کولو لامل به معلوم شي

اجرایه رییس عبدالله عبدالله وايي، د برېښنايي تذکرو د ویش ادارې ۲۰۰ ګوښه شویو مامورینو ترې د دندو د ګوښه کېدو لامل پوښتي.

عبدالله نن د (جون په ۲۹مه) د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل، چې د برېښنايي تذکرو د ویش ادارې ګوښه شویو کارکوونکو ده سره په لېدو کې د ګوښه کېدلو لامل د نه روڼتیا په  اړه شکایت کړی دی.

دی وايي، چې د دغو کارکوونکو د ګوښه کېدلو لامل ورته نه دی ویل شوی.

عبدالله وویل، چې دغه مسله به نن ورځ له ولسمشر غني سره یاده کړي، تر څو د یادو کسانو د ګوښه کېدو لامل څرګند شي.

اجرایه رییس زیاته کړه، یادو کسانو د لاریون هوډ درلود، خو ده ور سره ژمنه وکړه چې تر یوې اوونۍ پورې به د دوی د ګوښه کېدو لامل څرګند شي.

نوموړی وویل، چې د یادو کسان ګوښه کېدو سیاسي او یا فني انګیزې لرل به روښانه شي.

کابو یوه اونۍ وړاندې د برېښنايي تذکرو د ویش ادارې ۸۰۰ کار کوونکي د ناڅرګند دلیل له مخې له دندو ګوښه کړل.

د دغې ادارې رییس زمري باهري سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د یادو کسانو د ګوښه کېدو لامل له دې ادارې سره د بهرنیو مرستو پرېکېدل دي.

باهري وویل، چې له دې ادارې سره د نړیوالې ټولنې مرستې په ځینو برخو کې په پوره توګه بندې شوي او له ځینو ادارو سره یې مرستې کمې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د برېښنايي تذکرو د ویش اداره د یادو کسانو د معاشونو د ورکړي توان نه لري.

څه وخت وړاندې د برېښنايي تذکرو دویش ادارې  مالي ملاتړو بنسټونو خبرداری ورکړی و، که د تذکرو د ویش لړلۍ پیل نه شي خپلې مرستې به ودروي.

له دې ټولو سره، سره ولسمشر تېره اوونۍ د یادې ادارې له رییس سره په ناسته کې د تذکرو د ازمایښتي ویش د طرحې حکم ورکړ.

ټاکل شوې ده، چې په کابل کې تر راتلونکو ۹۰ ورځو پورې د برېښنايي تذکرو ازمایښتې ویش لړلۍ پیل شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام