په عراق کې د داعش ډلې د تراویح لمونځ د سعودي عربستان د شيخانو بدعت و باله او اعلان يې وکړ، چې سر له اوسه نور په عراق کې تراويح لمونځ کوونکو باندې کلکه پابندي ولګېده.
داعش په دې اړه زياته کړې، چې د روژې په میاشت کې د تراويح لمونځ د عربي شېخانو د ګمراهۍ پایله ده.
د منځني ختيځ خبري اژانس د راپور له مخې، په عراق کې د داعش ډله قوي حضور لري او دوی د خپل نفوذ څخه په استفادې اعلان کړی، چې له دې وروسته به څوک په جوماتونو کې د تراويح لمونځ نه کوي.
د دغه خبري اژانس د راپور پر بنسټ، داعش وسله والو ويلي، چې په روژه کې د تراويح لمونځ د عربستان د شېخانو د بدعت نتيجه ده او دا د مسلمانانو د ګمراهۍ لامل کيږي.
د تراويح لمونځ د روژې په مبارکې میاشت کې د اهل سنت له لوري په جماعت سره ترسره کيږي.
اهل تسنن۲۰ رکعته لمونځ کوي او زیاتره وخت د شپې تر ناوخته د قرانکريم د ختم په موخه د ملا یا قاري پسې ولاړ وي.
د تراويح لمونځ د مسلمانانو د دوېیم خلیفه له وخت راهیسې پېل شوی، چې په روژه کې د ماسخوتن له لمانځه وروسته اداء کيږي.
د داعش ډله په عراق کې د تراویح لمونځ کوونکو ته خبرداری ورکړی؛ که چېرې هر څوک د دوی له خوا په تراويح لمونځ کولو ګېر شي، نو د قمچينې په واسطه به سخته سزا ورکړل شي.
د عراق په نينوا ولایت کې د اوقافو غړی سعدون النعيمي د خبر د تایید ترڅنګ ویلي، چې اوسمهال په ټول عراق کې د تراويح لمونځ کول منع شوي دي.





