د افغانستان د کورني کرکټ په چوکاټ کې د (الکوزي ملت بابا) لومړۍ درجه سترې ولایتي کرکټ سیالۍ نن د پکتیا منتخبې کرکټ لوبډلې په اتلولۍ سره پاې ته ورسیدې.
دیادونې وړ ده دا دریم ځل دی چې پکتیا منتخبه کرکټ لوبډله د افغانستان د کورني کرکټ په کچه داتلولۍ جامونه ګټي.
د افغانستان کرکټ بورډ درسنیو څانګې لخوا خپرې شوې خبرپاڼې له مخې چې ددې سیالیو فاینل لوبه نن دوشنبه په (کابل) کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
خبرپاڼه لیکي چې په سیالۍ کې د پکتیا لوبډلې مشر غمي ځدران چې دلوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو د پچې ګټلو وروسته لغمانۍ لوبډلې ته د لومړۍ لوبې کولو بلنه ورکړه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې په سیالۍ کې لغمان لوبډلې په لومړي وار کولو سره د پکتیا د بالرانو ظاهر او رحمت شاه مقابله ونکړای شوه چې دوه دوه لوبغاړي یی وسوځول او ټوله لوبډله د خیبر د ۴۷ او کپتان شفیق الله شفق د ۳۷ منډو سره سره په پنځوس اوریزه لوبه کې په ۳۹ م اور کې په ۱۷۲ منډو وسوځیده.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي چې ددې هدف ترلاسه کولو په موخه دفاعي اتلې پکتیا لوبډلې ښکلې لوبه وکړه او په اسانۍ سره یې دلوبې په ۳۹ اورونو کې د کپتان غمي ځدران د ۵۸ او یونس احمدي د ۴۹ منډو په مټ ټاکل شوې هدف د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.
دیادونې وړ ده چې پکتیا لوبډلې تیرکال هم د غمې ځدران د سلیزې په مټ په کابل کرکټ نړیوال لوبغالي کې د همدې سیالیو داتلولۍ جام (ننګرهار) لوبډلې ته په فاینل کې ماتې ورکولو سره ترلاسه کړې و.
په دې ولایتي سیالیو کې د هیواد ۱۰ مخکښو پکتیا ، لغمان ، خوست ، ننګرهار، لوګر، پروان ، کندهار، کوچېان ، کندوز او کوربه کابل لوبډلو برخه اخیستی وه چې په ۲ ګروپونو کې یې د کابل په ۳ کابل ملي، زرملوال او سلیم کاروان لوبغالو کې د ۱۶ ورځو لپاره لوبې ترسره کړي.
د سیالیو په پاې کې یونس احمدزی غوره بیټسمین ، احمد ضیا او ظاهرغوره بالران خو ریاض بیا د ټورنامنټ غوره لوبغاړی اعلان شو.
له دې وړاندې لغمان لوبډلې په لومړۍ نیمه پاې لوبه کې ننګرهار ته او په دویمه نیمه پای لوبه کې پکتیا بیا فاینل ته د رسیدو په موخه د خوست منتخبه ولایتي کرکټ لوبډله له ماتې سره مخ کړی وه.





