د لوبې کرکټ ادارې په نوښت په کابل کې پیل شوې تجارتي شل اوریزه کرکټ ټورنامنټ دویم پړاو (نیمه پای) لوبو ته ورسید.
د سیالیو مسول زراب شاه ظهیر سلام وطندار راډیو سره په خبرو کې وویل چې د لومړي پړاو (لیګ) لوبو وروسته ۴ لوبډلو (سیمي فاینل) ته لاره پیدا کړه.
ښاغلي ظهیرزیاته کړه چې په دې سیالیو کې ۸ تجارتي لوبډلو برخه اخیستې وه چې د ۱۲ لیګ لوبو وروسته ترې له دواړو ګروپونو څخه دوه دوه مخکښې لوبډلې دویم پړاو ته غوره شوې.
د نن ورځې په لوبو کې د کندهار شاهان لوبډلې د پکتیا مشرانو لوبډلې ته دیوې په زړه پورې لوبې وروسته ماتې ورکړه.
دغه راز د ننګرهارغازیانو او افغان رینجرز لوبډلو ترمینځ لوبه د باران ښکار وه او ۱۵ اورونو ته راښکته شوه چې په کې ننګرهار غازیانو ستره اولومړۍ بریا ترلاسه کړه خو د مخکې تګ لپاره یې ورته ګټه نلرله.
د میلیون جام سیالیو دمسول زراب شاه ظهیر وویل چې د سبا ورځې په نیمه پای لوبو کې به لومړی (این ایف سي ټایګرز) لوبډله له المصافي لوبډلې سره او په دویمه سیالۍ کې به د غرمی وروسته د ایرو بازان لوبډله له کندهار شاهان لوبډلې سره د لوبی ډګر ته ووځي.
د زراب شاه په وینا چې د سبا ورځې سیالیو ګټوونکي لوبډلې به د جمعې ورځ کېدونکي فاینل لوبې ته غوره شي.
د ژمني له مخې په دی سیالیو کې د حمید حسن، شهزاد محمدي، ګلبدین نایب، کریم صادق او شفیق الله شفق په څیر لوبغاړي ولوبیدل او مینه وال یې خوشحاله کړل؛ خو د ژمنې خلاف د ملي لوبډلې کپتان نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواري، میرویس اشرف، نوروزمنګل، شاپورځدران او دولت ځدران د نامعلومو دلایلو له کبله په دې سیالیو کې لوبې ترسره نکړې.





