په دې بریا سره امریکې ښځینه فوټبال ملي لوبډلې له جاپانۍ فوټبال ملي لوبډلې څخه د تېر نړېوال جام سیالیو د ماتې غچ واخیست او هم یې د ریکارډ درېیم ځل له پاره د ښځینه فوټبال نړېوال جام سیالیو د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.
د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۱۱ز کال کې جاپان په پنلټي شوټونو سره امریکې ته په ماتې ورکولو سره د فوټبال نړېوال جام اتلولي ګټلی وو.
امریکې د ۲۰۱۵ ز کال داتلولۍ وړاندې په ۱۹۹۱ ز او ۱۹۹۹ ز کال کې ښځینه فوټبال نړېوال جام سیالیو د اتلولۍ جامونه ګټلي وو.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د کاناډا په کوربتوب په ۷ م پړاو ښځینه فوټبال نړېوال جام سیالیو کې د نړۍ ۲۴ مخکښو فوټبال لوبډلو برخه اخیستې وه، چې په پای کې جاپان دویم، انګلستان درېیم او المان بیا څلورم مقام ترلاسه کړ.
د سیالیو رسمي ویبپاڼه لیکي، چې په دې ټورنامنټ کې په ۶ لوبغالو کې ټولټال ۵۲ لوبې ترسره شوې چې په کې ۱۴۶ ګولونه ووهل شول.
د ټورنامنټ په پای کې د المان څخه سیلیا ساسیک او د امریکې څخه کارلي لویډ په شپږشپږ ګولونو سره مخکې ګول وهوونکې، امریکنۍ کارلي لویډ بهترینه لوبغاړې، کاناډایۍ کادیشا ځوان بهترینه لوبغاړې او امریکنۍ هوپ سولو بهترینه ګول ساتوونکی اعلان شوه.
دغه راز د ټورنامنټ په پای کې د فرانسې ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ته د اخلاقو کپ ډالۍ کړی شو.





