.jpg)
ټاکل شوېده د ویسټ انډيز ۷م پړاو (کربین پریمیرلیګ) سوداګریزو سیالیو لهپاره د لوبغاړیو اخېستلو پروسه راتلونکې چهارشنبې د (می) پر ۲۲مه د انګلستان په لندن ښار کې وشي.
د سږني لیګ لهپاره ۳۴ افغان لوبغاړي معرفي شوي چې دا رقم د پخوا په پرتله زیات دي. لهدې لوبغاړیو به ۸ ګډونوالې لوبډلې د خپلې خوښي لوبغاړي جذب کړي.
د دې لیګ د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو لهمخې، د سږني لیګ لهپاره د پخوا په پرتله له ۲۰ بېلابېلو هېوادونو نه ۵۳۶ لوبغاړي غوره شوي چې ۸واړه لوبډلې به ترې د خپلې خوښی لوبغاړي واخلي.
نبي عیسیخېل او راشدخان ارمان ـ چې تېرکال یې د اسټرالیا په کوربتوب (بیګ باش) سیالیو کې د لوبېدول له کبله پهدې سیالیو کې د نه ګډون پرېکړه کړېـ د سږنۍ بولۍ لهپاره نوملیکنه کړېده.
د ویسټانډيز کرېکټ لیګ بولۍ ته داسی افغان لوبغاړي هم غوره شوي چې تراوسه په افغان کرېکټ ملي لوبډله نهدي لوبېدلي او ان په خپل افغان کرېکټ پریمیرلیګ APL کې هم ورته د لوبېدلو چانس نه وو ورکړل شوی.
ټاکل شوې، د ۷م پړاو (سي پي ایل) کرېکټ لیګ به د امریکا او ویسټانډیز په ګډه کوربتوب د روان کال سپټمبر پر ۱۹مه نېټه پیل شي.
پهدې ډله کې الراونډران نبي عیسیخېل، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، شرفالدین اشرف، سمیعالله شینواری، کریم جنت، او فرمانالله ساپی، په توپوهونکیو کې اصغرافغان، عثمان غني، شاهد الله کمال، حضرتالله ځاځي، نجیبالله ځدران، غمي ځدران، دروېش رسولي او حشمتالله شهیدي معرفي شوي.
.jpg)
همدارنګه په تېزو توپاچوونکیو کې شاپورځدران، دولت ځدران، سید شېرزاد، فضل حق، افتاب عالم، سید شېرزاد او نجات مسعود ته اجازه ورکړل شوې.
په وېکټ ساتونکیو کې اکرام عليخېل، شفیقالله شفق، رحمانالله ګربز او شهزاد محمدي ته او په سپنرانو کې عبدالواسع، راشدخان، مجیب ځدران، قیساحمد، ظاهرخان، امیرحمزه، وقارسلامخېل او فطرتالله خاورې شامل دي.
د افغانستان په ملي او کورني کرېکټ کچه بیا نجیبالله ترکی، میرویس اشرف، احسانالله جنت، جاوید احمد، ضیا شریفي، ضیاالرحمان اکبر او عبدالباقي هم ښه لوبغاړي شمېرل کېږي؛ خو پهدې لېست کې د دوی د نه ګډون په اړه کوم معلومات نهشته.
دغه راز په ویسټانډيزیانو او بهرنیو لوبغاړیو کې به د جوفرا ارچر، شکېب الحسن، ایلیکس هیلز، انډري رسل، سونیل ناران، جی پي ډومني، شیمرون هیټمایر او شایهوپ په څېر لوبغاړي په (ډرافټ) کې جذبولو ته وړاندې شي.
همدارنګه دا به لومړی ځل وي چې هندی کرېکټ بورډ خپل کوم لوبغاړي ته پهدې لیګ کې د لوبېدلو اجازه ورکوي چې عرفان پټهان د یوازيني لوبغاړي په توګه په (ډرافټ) کې وړاندی شي.
ورته مطالب:
راشد خان په کربین پریمیرلیګ کې لومړی هېټریک وکړ





