د افغانستان او "پي، این، جي" کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د لویو وچو "انټرکانټینینټل" جام څلور ورځنۍ لوبه نن په شارجه کرکټ نړیوال لوبغالي کې پیل شوه.
په سیالۍ کې افغان کپتان اصغرستانکزي په عربي اماراتو کې د یوې اونۍ تیرولو او د عمان خلاف د تمریني سیالیو وروسته لومړۍ لوبه کول غوره کړل.
افغان لوبډلې له پیله ترپایه د "پاپو نیو ګیني" بالرانو هیڅ ځواب نه درلوده چې د شهزاد محمدي د ۲۹ ، اصغرستانکزي۲۶ او شرف الدین اشرف د ۲۵ منډو سره سره په ۱۴۴ منډو وسوځیده.

دغه راز دافغانستان لپاره د کورني کرکټ پاچا شبیرنوري په ۳ منډو ، د عمان خلاف سلیزه جوړونکې نورعلي ځدران په ۱۰، میرویس اشرف په ۲ ، سمیع الله شینوارې په صفر ګلبدین نایب په ۱۵ او یامین احمدزې په ۱۲ منډو وسوځید.
که څه هم د عربي اماراتو شارجه لوبغالي د ورو توپ اچوونکو له پاره سازګاره وي، خو د "پي، این، جي" کرکټ ملي لوبډلې لومړي تیز او نیمه تیزبالران د افغانستان خلاف ښه وځلیدل، چې وانوا ۴، نو او سوپر بیا دوه دوه ویکټې ترلاسه کړې.
دیادونې وړ ده، چې نن "پي، این، جي" کرکټ ملي لوبډلې په ځوابي لوبه کی ښکلې بیټینګ وکړ چې نه یواځې ټاکل شوی هدف یې ترلاسه کړ ترڅنګ یې د افغانستان خلاف لومړي ۶ مهم امتیازونه یې هم ترلاسه کړل.







