د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي نن چهارشنبه (مې ۲۷) کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال افغاني طالبانو ته د پاکستاني چارواکو خبرداري په غبرګون وویل، پر پاکستان هغه وخت باور کیدی شي چې افغانستان د هغې د ژمنو عملي ګټې او خېر وویني.
نوموړي د دغې خبري ناستې پر مهال وویل، چې مونږ د پاکستان خبرداریو ته لاس تر زنې نه يو ناست او د امنيت راوستو له پاره مو جدي هڅي کوو.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني رسنیو په وینا د هغه هېواد چارواکو طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې له جګړو لاس واخلي که نه له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
سره له دې، چې علومي د پاکستان له دې اقدامه هرکلی کوي، خو زیاتوي چې دغه ژمنې به هغه وخت دوی ته معنی پیدا کړي، چې په افغانستان کې عملا جګړه کمه کړي.
نورالحق علومي وایي، د پاکستان له ښه نیت سره سره لاهم د وسله والومخالفینو پټن ځایونه او د تمویل سرچینې په پاکستان کې دي.
د کورنيو چارو وزیر په خبره د دوی د معلوماتو پر بنسټ نه په پاکستان کې د طالبانو پټن ځایونه له منځه تللي او نه هم مالي سرچینې يې بندې شوي.
د کورنیو چارو وزیر وویل، د وسله والو مخالفینو بریدونه ځکه ډير شوي، چې په دې وروستیو کې یو شمېر کورني او بهرني وسله وال د پاکستان د عملیاتو له امله افغانستان ته راغلي دي.
دغه راز د ولسي جرګې غړې آصفه شاداب له افغانستان سره د پاکستان همکاریو او ورستي څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري او وایي، چې د افغانستان دښمن د شپې په تیاره کې هم پیژندل شوی.
د میرمن شاداب پر وینا، هغه کسان چې د افغانستان متنفذینو، امنیتي ځواکونو او مشرانو پر وژنې جایزه ټاکلې وې اوس ځان د افغانستان دوست ګني.
میرمن شاداب وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي پوهاوی لیک لاسلیک سره پاکستان په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسیدو او د هغه هېواد هیلې عملي کیږي.
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین عزیز احمد چودري په آسلام آباد کې د آسيا زړه هېوادونو – اسټانبول بهیر په درې اړخیزه غونډه کې، د ګډ سولې او ټیکاوو او پرمختګ له پاره په افغانستان کې اړوند پوځي عملیات اړین بللي دي.
خو دا چې په افغانستان کې اړوند پوځي عملیاتو څخه د چودري مقصد څه دی نه دي ویل شوي،
په همدې حال کې د افغانستان دبهرنيو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي په امنیتي او بهرنيو مسایلو کې د نواز شریف ځانګړي استازي سره به کتنه کې ویلي، افغانستان دپاکستان ریښتینو هڅو ته منتظري او په تمه دي چې ددواړو هیوادونو د اړیکو نږدې کېدو لېدونکې پایلې ووينې.
په دې کتنه کې سرتاج عزیز ویلي، چې هیواد یې افغانستان سره د همکارۍ په برخه کې په ژمنو ولاړ دی.
عزیز دا هم ویلي دي چې په ګډو هڅو سره کابل او اسلام اباد خپل ټاکلي هدف ته رسېدلی شي.
حکمت خلیل کرزي ويلي، چې افغانان د پاکستان صادقانه همکاريو ته انتظار باسي او اوس هم د طالبانو په بريدونو کې کموالی نه دی راغلی.