اتمر: داعش به له ريښې وباسو

د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر نن یکشنبه(جولای ۳۱مه) د مشرقي ولایتونو سرتاسري شورا غونډې ته وویل، چې حکومت د داعش ډلې له ريښو له منځه وړلو پلان لري او ټینګار يې وکړ، چې امنیتي ځواکونه په هیواد کې د دې ډلې ريښې له منځه وړي.

نوموړي زیاته کړه: "داعش ډلې ته د هیواد په هیڅ څنډه کې پټنځای او پوسته نه پریږدو تیره شپه د کوټ ولسوالۍ له داعش نه پاکه شوه او اوس په اچین کې عملیات روان دي پریکړه دا ده، چې د هغوی یو پتنځای او پوسته هم نه پاتې کیږي."

د ملي امنیت شورا سلاکار زیاته کړه، چې په هیواد کې د داعش د له منځه وړلو له پاره باید ولس له حکومت سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د مشرقي ولایتونو سرتاسري شورا رییس عبدالخالق حسیني پشه يي غونډې ته وویل، چې حکومت مشرقي ولایتونو ته پام نه دی کړی او ددغو ولایتونو وضعیت د انديښنې وړ دی.

له دې ټولو سره سره د ملي امنیت شورا سلاکار ټینګار سره وویل، دداعش ډله هڅه کوي، چې د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن ووهي او له دغې ډلې سره د مبارزې په موخه باید ټول افغانان خپل یووالی وساتي او په یو اتحاد يې له پښو وغورځوي.

مخکې له دې هم ولسمشر محمد اشرف غني د شرقي زون وضعیت څیړنې له پاره ننګرهار ته تللی و او امنیتي چارواکو ته يې امر وکړ، چې د داعش ډلې پر ضد پوځي عملیات پراخ کړي، تر څو راتلونکو اونیو پورې د هیواد ختیځ ولایتونو کې د داعش ريښې له منځه یوسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام