د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، چې تېره شپه په لسګونو وسله والو طالبانو د دې ولایت پر میانشین ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ.
د میانشین ولسوال روزي خان نن ( ۲۰۱۵ کال / مې په ۲۰ مه) سلام وطندار ته وویل، چې په لسګونو وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو برید وکړ، چې په برید کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي او ۳ نور یې ټپیان شوي دي.
ولسوال وايي، چې په دې برید کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې.
د روزي خان په خبره، وسله والو طالبانو په یو شمېر لویو لارو کې ماینونه ښخ کړي دي او د تګ را تګ چارې یې له خنډ سره مخ کړي دي.
تر دې مهاله وسله والو طالبانو د دې برید او افغان امنیتي ځواکونو ته د اوښتې ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د میانشین ولسوال وايي، چې جګړه پای ته رسېدلې او دا مهال د سیمې کنټرول د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.
میانشین د کندهار ولایت په شمال کې پرته ولسوالۍ ده، چې ۱۰ کاله د سله والو طالبانو په ولکه کې وه، خو ۴ کاله وړاندې د افغان امنیتي او بهرنیو ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې د دولت له خوا ونیول شوه.





