درباره سلام وطندار  |  ارزش‌های اساسی ما  |  پخش زنده  | رسانه‌های اجتماعی

ENG  |   پشتو  |  ازبیکی

بدخشان کې ۲۷ طالبان وژل شوي

ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د بدخشان په وردوج او نسي ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۷ جنګیالي وژل شوي دي.

پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۵۵۵ ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت مرستیال سلاکار وحیدالله مجروح وايي، د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۴ تازه پېښې ثبت شوي چې په دې سره په هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ۵۵۵ ته ورسېدې.

د لوګر اوسېدونکي له طالبانو اوربند غواړي

د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم په ګډون د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي له وسله‌والو طالبانو غواړې چې د افغان ځواکونو پر وړاندې روان بریدونه ودروي او له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې، له افغان ځواکونو سره سوله او دایمي اوربند وکړي.