یو داعشي هکر د امریکا فدرال محکمې ته ورغوښتل شوی

د امریکا فدرال محکمې د کوزوو هېواد یو تبعه د داعش ډلې سره د اطلاعاتو په برخه کې د مرسته کولو په تور ورغوښتنی دی.

۲۰ کلن اردیت فریزي د کمپیوټر نابغه دی.

په ده تور دی، چې فریزي پر داعش ډلې د امریکا متحده یالاتو د پوځ د یوزو ۳۵۱ تنو لوړپوړو چارواکو شخصي معلوماتو پلورلي دي.

 د امریکا د قضايي بنسټونو د چارواکو په خبره، که په فریزي جرم پرې ثابت شي، د ۳۵ کالونو بند سزا به ورته واورول شي.

د مالیزیا پولیسو د تېر کال د اکټوبر په میاشت کې د امریکا په یوې سیمه ییزې هډه کې له شکمنو فعالیتونو وروسته دغه کس د امریکا متحده ایالاتو سره د مبارزې لوړپوړو چارواکیو ته وسپارلی و.

د اطلاعاتو پر بنسټ نیول شوی هکر د د کوزوو هکرونو د امنیت په نوم د اطلاعاتو د پټولو ډلې مشر و.

په فریزي تور دی، چې د یو امریکايي شرکت امنیتي سیستم یې مات کړی او د امریکا د پوځ د مامورینو ټول پټ اطلاعات یې په ترهګرو ډلو پلورلي دي.

د داعش ډلې یو برېټانوي استازي چې مستعار نوم یې حسن جنید دی د فریزي په ټوېټر پاڼې یو پیغام پرېښي دی.

په دې ورکړل شوي پیغام کې، شمېره، انټرنیټي ادرس، شخصي ادرس او د کارمندانو شخصي اطلاعات په کې شامل دي.

فریزي د داعش ډلې دغه استازي ته د داسې یو پروګرام وړاندیز کړی، چې هیڅوک په ټولنیزو پاڼو کې د دوی تبلیغاتي وېډویو ګاڼې پاکې نه شي کړای.

یو کال مخکې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ پورې اړوند د یوټیوب یو ادرس او دوه د ټوېټر ادرسونه هک شوي وو.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ دغه ادروسونه د Centco په نوم و، چې داعش ډلې ځان د CyberCaliphate په نوم ور پېژندلی و.

داعش ډلې دغه ادرسونه هک کړي او د دوی په پروفایل یې د داعش ډلې د یو جګړه مار انځور پريښی و.

داعش وسله والې ‌ډلې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ په ټولنیزو ادرسونو دغه پیغام هک کړی و، امریکايي‌ سرتېرو پام مو وي، موږ درځو. اسلامي دولت.

خو د مک فري په نوم یو امنیتي شرکت وايي، چې داعش وسله والې ډلې زیاتې ادعاوې کړي، چې دوی مهم اطلاعاتو تر لاسه کړي دي، خو د دغه شرکت په خبره، یواځې له دې وروستۍ قضیې څخه پرته نور داسې کوم ثبوت نشته چې داعش د امریکا مهم اطلاعات پټ کړي وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام