یوې ځوانې هنرمندې مېرمنې خپلو هنري اثارو کې امنیتي ځواکونه د دندې تر سره کولو پر مهال انځور کړي وو او امنیتي ځواکونو ته یې په ډالۍ کې ورکړل.
دغه ځوانه هنرمنده فروهر ګلستاني نومیږي او په غزني ښار کې ژوند کوي.
نوموړې دغه هنري اثار د امنیتي ځواکونو د سرښندنو او خدمتونو په پار د غزني ولایت پولیسو ته ورکړل.
د هنري اثارو د ډالۍ کولو په مراسمو کې د یو وړکټون ماشومان هم د امنیتي ځواکونو د سرښندنو او خدمتونو په ویاړ راغلي وو.
مېرمن ګلستاني وویل، چې په افغانستان کې ماشوم او هنر تر ټولو زیات زیانمن شوي دي او دغه دواړه د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ تر سیوري لاندې پرمختګ کولی شي.
د دې مېرمنې په باور په غزني ولایت کې امنیتي ځواکونو ثابته کړې ده، چې له ټولو ستونزو سره مقابله کولی شي او د دوی د زحمتونو ګالل د هوساینې، کاري زمینې برابرولو، ښوونې او د هنر د پرمختګ لامل شوي دي.
فروهر وايي، د یوې هنرمندې او غزني اوسېدونکې په توګه هر کله، چې په افغان امنیتي ځواکونه په یخنۍ او ګرمې کې د ښار په واټونو کې ویني پرې ویاړي.
دې وویل، چې له همدې کبله یې د هنر په وسیله د دوی له ویاړه ډکې کړنې انځور کړي دي.
په دې تابلو ګانو کې د هغو مېرمنو رول هم ښودل شوی و، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې کار کوي.
دغه هنري تابلو ګانې د پولیسو ۴ تنو سرتېرو ته ډالۍ ورکړل شوې او له وړکتونه راغلیو ماشومانو هم امنیتي ځواکونه د ګلونو په ګېډویو ونازول.
د غزني ولایت امنیې قومندان امین الله امرخېل د دغې هنرمندې احساس د قدر وړ یاد کړ او وویل، چې د خلکو ملاتړ د امنیتي ځواکونو د روحیې لوړوالي سبب کیږي.
امرخېل خلکو ته ډاډ ورکړ، چې پولیس په هر ډول شرایطو کې د ښاریانو امنیتي خوندیتوب او له خاورې دفاع ته چمتو دي.
دا اول ځل دی، چې یوه هنرمنده خپل هنري اثار د امنیتي ځواکونو د سرښندونو او خدمتونو په ویاړ دوی ته ډالۍ ورکوي.