مور مې تل نورو ته وویل:«لیلا (مستعار نوم) یوه نیکه او تکړه جلۍ ده. ټول کور مې پرې خوندي دی. هغه څوک چې لیلا یې په نصیب وي، یو نیکمرغه انسان به وي.» ما مې د مور په خبرو باور درلود. راښودلي یې وو چې تل د مشرانو خبرو ته غوږ ږده. له دې کبله د ټول کور چارو سمبالښت سره بېره، د نورو خبرو ته مې هم غوږ نیولو؛ له دې ټولو سره ـ سره، اوس په دې نه پوهېږم چې له دې خبرو د مور څه موخه وه؟ یوه ورځ د فیضاباد په زاړه ښار کې یو ګاونډي مو وویل، چې لورګانې یې ټولې په ښوونځي کې دي او مېرمنه یې ناروغه ده. له ما یې وغوښتل چې هغه ورځ د لورګانو تر راتګ یې له مېرمنې ساتنه او خدمت وکړم.
دوبی و او هوا ګرمه وه. اسحاق (مستعار نوم) له ما وغوښتل چې له هغه بل اتاقه سړې اوبه راوړم.
نه پوهېږمه چې دا پېښه څه ډول رامنځته شوه. په یوه سامې کریکې وهلې او د مرستې غوښتنه مې کوله. ان څو ځلې مې هغې ناروغې مېرمنې ته هم نارې کړې. خو خبره له خبرې تېره شوه، زما نازک بدن د اسحاق ځواکومونو منګولو کې راګیر شوی و او ورانونه مو سره نښتې وو. کله چې پر بدن مې یو ډول تودوخه او د وینې څاڅکي احساس کړل؛ هېڅ مې باور نه کیده او دا هر څه راته د یو وېرونکي خوب په څېر و.
له هغې ورځې وروسته مې ژوند ډېر خراب شوی دی. په ټولو نارینهوو بېباوره شوې وم او راتلونکي ته ناهیلې ومه. د مور کیسې مې تل را په یادېدلې چې تل یې زما د نیکمرغۍ کیسې کولې. څه مې کړي وی؟ تېښته؟ کوم لوري ته؟ په کومه هیله؟ نه، ځان وژنه؟
فکر کوم حرمت مې یوې شفافې، نه ماتېدونکې او نه رغېدونکې ښیښې ته ورته دی. حرمت مې د ژوند یوه برخه نه، بلکې ټول ژوند مې و. حرمت را ته د هغې کلا په څېر و چې د نارینهوو هجوم، هوس او له نورو ټولو هغو یې خوندي کولم چې نارینهوو په جود دننه لرل او زه ترې ناخبره وم؛ له بلې خوا د نارینهوو د وسوسې لامل و. یوازې یو داغ په دې ښیښې پيدا شو او زما ژوند یې د یوازېتوب په تورتم کې لاهو کړ. اوس داسې روزګار سره مخ یم. مور مې په ټولې پېښې او کیسې خبره شوه. څه مې کړې وی؟ اومینداره شوم او نور مې د کیسې پټولو توان نه درلود او حتا دهېچا په وس کې نه وه. ولې باید په دې توګه د ټولو هغو خطاوو او زیانونو تاوان ورکړو چې هېڅکله یې مرتکب شوې نه یو؟ نه پوهېږم د عدالت تحقق او د اسحاق محاکمه به هغه څه چې له لاسه مې ورکړي بېرته ترلاسه کړم؛ پوهېږم نور د ژوند لهپاره هېڅ هیله او لېوالتیا نه لرم. هرڅه راته تور او له کرکې ډک ښکاري. نوې د ژوندې دویم پړاوو ته ورداخله شوې وم او بدبخته یې کړم. یو انسان باید څو کاله ژوند وکړي.