
د ښځو له لوري د سېګرټ څکول تقریباً نوې پدیده ده چې رواج شوېده. عصري ښاري ژوند، د ټولنې له لوري د ښځو نه درک کول، کمپوهاوی او یوازېتوب هغه عمده لاملونه دي چې ښځې یې هم دې ته لېواله کړي چې د نرانو په شان سېګرټ وڅکوي. خو سېګرټ څکول د ښځو لهپاره د نارینهوو په شان ساده او ارام کار نهدی. له بلهخوا په مډرنه ټولنه کې د مودپالنې لوري ته تمایل د دې لامل شوی چې ځېنې ځوانې ښځې د یو ټولنیز مود په توګه سېګرټ څکولو ته مخ واړوي.
دا د دې معنا ورکوي چې هر کله یو عمل په ټولنه کې په مود بدل شي؛ د ټولنې غړي د هغه د زیان په اړه فکر نه کوي، د هغوی لهپاره په ټولنه کې د حاکم مود ځنې پیروي د هغه له زیانونو غوره وي.
خو د ځېنو هغو ښځو په باور چې سېګرټ څکوي؛ کنجکاوی یو له هغو عواملو دی چې سېګرټ څکولو ته یې د هغوی لېوالتیا ډېره کړېده. دا ښځې وايي چې د سېګرټ له زیانونو په بشپړ ډول خبرې دي؛ خو له څکولو یې لاس نهشي اخېستلی.
مینا یوه له هغو ښځو ده چې له څوو کالو راهیسې سېګرټ څکوي؛ خو په وینا یې د سېګرټو معتاده نهده. هغه وايي په لومړیو ورځو کې به یې سېګرټ د خوند معلومولو لهپاره څکول خو وروسته یې چې له یو سېګرټي سړي سره واده وکړ؛ سېګرټ څکول ورته یوه چاره شوه. مینا د سېګرټ له زیانونو خبره ده او د هغې په باور، داسې نور ډېر شیان هم شته چې د انسان روغتیا ته زیان لري، لکه شکر، خوږه، غوړي او … خو خلک له هغو ګټنه کوي.

خو هغه څه چې مینا ځوروي، دا دي چې ټولنه د نرانو او ښځو ترمنځ د سېګرټ څکولو ته په توپیر قایله ده. د مینا په خبره، یوه ښځه په هغه ځای کې چې ګڼې ـ ګوڼې ډېره وي؛ سېګرټ نهشي څکولی؛ ځکه د خلکو سپک نظر او کتل یې ځوروي؛ خو نور خلک کرار ـ کرار پوهېږي چې سېګرټ ښځه او نر نه پېژني او کهچېرې ګټور وي یا زیانمن؛ ښځې او نر ته یوشان دي.
د مینا په باور، سېګرټ څکول فردي عمل دی او هر څوک د سېګرټ څکولو یا نه څکولو پرېکړه پهخپله کولی شي. سمیع اشکان د مینا خبرې تاییدوي او وايي، د ښځو له لوري د سېګر نه څکولو په اړه نظر نهشي ورکولی ځکه چې دا یوه فردي پدیده ده؛ خو د هغه په باور، د یوازېتوب احساس او نه پوهېدل د دې لامل شوي چې ښځې سېګرټ څکولو ته میل زیات کړي.
مزدا یوه بله مېرمنه ده چې د ښځو له لوري سېګرټ څکول نه خوښوي. هغه وايي، سېګرټ د ښځې او نر لهپاره ډېر زیات زیانونه لري؛ خو دا زیانونه بیا تر ډېره ښځو ته متوجې دي. د مزدا په باور، په افغاني ټولنه کې د ښځو دې عمل ته د ضرر له زاویې نه بلکې د سنتي فکرونو له هغې کتل کېږي.
اغلې مزدا له درېیو کلونو راهیسې سېګرټ څکوي، خو اوس له کومې ستونزې او وېرې پرته په عام محضر کې هم سېګرټ څکولی شي. زیاتوي ځېنې وختونه له سپکو او سپورو خبرو سره هم مخامخ کېږي، خو ارزښت ورته نه لري.
خو شاعره مېرمن مهتاب په عام محضر کې د سېګرټو له څکولو وېره لري. نوموړې وايي، د سېګرټو څکولو لهپاره د نارینهوو له سترګو پنا ځای غور کوي. په خبره یې، یوازېتوب او په داسې چاپېریال کې پاتې کېدل چې ټولو سېګرټ څکول، له امله یې دې هم دغه عمل ته مخه کړه.

د ټولنپوهانو په باور، ځېنې خلک خپلو موخو ته د رسېدو لهپاره ټولې لارې چارې کاروي ښايي دغه ډول ځېنې بیا د خوند اخیستو په خاطر سېګرټ څکوي. هغوی ښايي د سېګرټ څکولو لهپاره ځېنې دلایل ووايي پرته له دې چې د دې عمل د زیانونو په اړه فکر وکړي. په اصل کې دوی له چارې یوه موخه لري خو د خپلې موخې لهپاره ټاکلې وسیله یې زښت زیات زیان ورته رسوی.
ټولنپوه جمعه خان محمدي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې په ټولنه کې د مېرمنو له لوري د سېګرټ څکولو عمل غبرګون لري. وايي، سېګرټ نه یوازې ښځو بلکې نارینهوو او په ځانګړي ډول ځوانانو او کمکیو ځوانانو ته زیات زیان لري؛ خو مېرمنو ته په یو ډول منفي لید کتل کېږي.
د ښاغلي محمدي په باور ځېنې کړنې او چلندونه د ټولنې له لیدلوري نرواکې چارې دي چې سېګرت څکول هم له دې کړنو دی او کله چې ښځې دغه عمل کوي تحقیرېږي. د بېلګې په توګه په قانون کې د ښځو لهپاره منع نه ده راغلې چې ښځې دې موټر سایکل نه چلوي کله چې ښځې پر موټر سایکل سپرلۍ کوي خلکو ته غیرعادي چاره ښکاري.
له بلې خوا، ډاکتران وايي، د نارینهوو په پرتله مېرمنو ته د سېګرټ څکولو زیان زیات دی او د ژوند په بېلابېلو دورو کې یې زیان ګالي. ژر شنډتوب، د هډوکو ماتېدل د اومیندوارۍ پرمهال د بېلابېلو ستونزو پېښېدل او د ډول ډول سرطانونه هغه ستونزې دي چې یو لامل یې سېګرټ څکول دي. دغهراز د اومیندوارۍ پرمهال جنین ته زیان رسوي او په دې موده کې زیان یې ترټولو زیات دی. په سېګرټ څښوونکیو مېرمنو کې ۴۰ سلنه اومیندواري له رحم بهر منتهي کېږي. سېګرټ څکوونکې مېرمنې چې عمرونه یې له ۳۰ کلونو زیاتوي ۷۵ سلنه د اومیندوارۍ هیلې کموي. هغه ښځې چې د ورځې یو کوتی سېګرټ څکوي د نورو هغو په پرتله یې ۷ برابره د جنین ناببره مرګ پېښې زیاتې دي. مادرزادي ستونزې، د ماشوم کمه وزنه پیداکېدل، د نوي پیداشوي ماشوم دماغي ستونزې او دغهراز د جنین لېرې کېدل په اومیندوارۍ کې د سېګرټو څکولو له نورو زیانونو دي.





