څلور کاله د جنسي تېري قرباني؛ یو عمر زنداني

د ټولنیز عدالت نه‌شتوالي، د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ ترڅنګ د روغتیايي اسانتیاوو نه‌شتوالي د تخار ولایت چال ولسوالۍ اوسېدونکیو ته ژوند سخت کړی‌دی.

زه عبدالستار (مستعار نوم) ۷ کلن وم چې یو ورځ ناڅاپه د پلار له مړینې خبر شوم، دا هغه پېښه وه چې تر دامهاله ما ته نااشنا او هېښونکې وه. مور مې ویل، پلار دې له خپل ورور سره له کوره لېرې د ځمکو د کرنې له‌پاره ځي او هلته دې له کاکا سره جنګ کوي او هغه یې په بېل په سر وهي او وژل کېږي.

د پلار له مړینې څو میاشتې وروسته مې مور د حاکم سنت او عرف له مخې د پلار له قاتل (کاکا) سره واده کوي او په‌دې ډول مې هغه له لاسه ورکړه او د بابا په کور کې پاتې شوم. بابا مې غریب و او ورځنی ژوند یې ډېر په بې‌وزلۍ تېرېد. همدا علت و چې زه له ۱۰ کلنۍ نه د کلي د یو خان په کور کې په کار کولو لګیا شوم.  

یوه شپه د سمیع‌بای (مستعار نومي) سړي د خپلوانو په کور کې د خوښۍ کورنی پروګرام و او د سمیع‌بای نه پرته د هغه ټول خپلوان مجلس ته لاړل. نیمه شپه و او سترګې مې خوب ځپلې وې، نن مې د داسې شيانو په اړه فکر کولو چې له څو کولو تېرېدلو وروسته نه پوهېدم، یو وهم و او که ارزو.

یو څه مې په‌خپلې بسترې او خوا کې محسوس کړل، څوک و، د هغه په شان، نه هغه خپله و: سمیع‌بای. البته له‌دې مخکې ما سمیع‌بای د یو انسان په ډول پېژند. باردکه، هوښیا او معزز انسان.

په هغه شپه هرڅه بل مخ شوي وو؛ له یو پیاوړې او ناپېژنده انسان سره مخ شوی وم؛ ویل یې:«که ماسره ویده نه شي او زما غوښتونو ته تسلیم نه شي، تا او نیکه دې زنداني کوم ـ د غنمو پور په خاطر ـ او ټول کور مو تالان کوم.»

له هغې شپې وروسته، څلور کاله ذهنا په هماغه حالت کې وم. څه وکړم او څه ته هیله‌من شم؟ ډار … څه مې چې تجربه کړې ترټولو بد ډار دی،  هیله؟ غچ؟ هو، یوازې همدا یوه هیله راته پاتې ده چې له تره مې د خپل پلار د وینو او له سیمع‌بای نه خپل غچ واخلم.

روزګار مې په تدریجې توګه خرابیده دغه‌راز ناهیلی کېدم او رخه مې زیاتېده. خو یوه شپه، غافلګیره شپه، عبجیبه لېونۍ شپه، امیدي او ناامیدي یوبل سره غاړه‌غړۍ، تره مې د سیمع‌بای له کوره په راغلا کړی ټوپک په خپل لاس ووژلو: د هغه وژنه مې له پخوا هیله وه.

څه باندې یوکال کېږي چې د تالقانو ښار د ماشومانو سمون په مرکز کې بندي یم، یو هیله‌مند زنداني. مور مې تل ویل دنیا په امید خوړل شوې: له دولته غواړم هغوی چې پرما یې تېری کړی دی ویې نیسي او سزا ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام