.jpg)
پهدې وروستیو کې ګڼشمېر تنکي او پاخه ځوانان چې د هر دلیل له مخې یې واده نهدی کړی، د موټوهلو له لارې خپله جنسي غریزه په خپله کېنوي.
ښه مې یاد دي چې پنځه کاله وړاندې مې په یوه واده کې د دوو تنکیو ځوانانو غږ واورېد چې په ټول شوق او جوش یې د یوه بدني کشف په اړه خبرې کولې. سودا مې شوه او غوږ مې ورته ونیوه.
پوه شوم چې یو یې د ځانخلاصولو په اړه بل ته کیسه کوي. زه هم نوی بالغ شوی ځوان وم. کله چې کور ته راورسېدم او فرصت مې وموند، هغه څه مې چې اورېدلي وو، کټ مټ عملي کړل. تر یوې دقیقې وروسته مې په وجود کې یو تازه او عجیب خوند احساس کړ. د ځانخلاصولو پرمهال مې داسې احساس وکړ چې ټول ځان مې سور شوی او مغز مې هم کار نهکوي.
په لومړیو ورځو کې یې له ګناه لرلو او مذهبي اړخه خبر نه وم؛ ځکه په لومړیو ورځو کې مې کېدای شي تر ۲۰ ځلو ډېر موټ وهلی او خوند هم ترې اخیستی وي. بس چې وخت او د ځانخلاصولو ځای به مې وموند، هڅه به مې کوله چې له دې جنسي عمل نه چې نوی مې زده کړی و، خوند واخلم. دې لړۍ تر میاشتو دوام وکړ او بالاخره یوه ورځ مو په ښوونځي کې دیني مضمون درلود. ټولګي کې ناست یم چې ښوونکي د موټوهلو ناوړو پایلو او د قیامت په ورځ د ګوتو حمل اخیستو او پر انسان د عرض کولو په اړه خبرې وکړې.
هاغه ورځ مې د پښېمانۍ او ناهیلۍ سخت احساس وکړ. څه موده مې دا کار پرېښود، خو احساس مې کاوه، هغه خوند چې په ځانخلاصولو کې دی، د نړۍ په بل هېڅ کار کې نهشته ـ په ځانګړي ډول د یوه نوي ځوان لهپاره.
همدا لامل و چې د ځانخلاصولو له داخلي ځواک سره مې مقاومت ونهکړ او ورو ورو موټوهل راته په روحي درملو بدل شول.
کله به چې له درسه ستړی شوم، له ژونده موړ او ناارامه شوم؛ له دې وضعیت نه د خلاصون یوازینۍ لار موټوهل او ځانخلاصول وو.
څه موده مې په ذهن کې دا پوښتنه ګرځېده چې ایا ټول نارینه دا کار کوي او که یوازې زه پرې اخته یم. کله چې ښه ځوان شوم، ومې لیدل چې ټول په ازاد ډول د ځانخلاصولو په اړه بحث کوي او هېڅوک یې په ویلو نه شرمېږي.
.jpg)
ځینو روغتیايي څېړنو او مطالعاتو ښودلې چې ځانخلاصول نه یوازې ځوانانو ته زیان نه اړوي، بلکې ځینې وخت ګټور هم دي خو؛ دیني اړخ یې هم په اسانۍ له پامه غورځولی نهشو.
زما په اند، د افغانستان په څېر سنتي ټولنه کې چې واده کول د یوه وزګار او بېپیسو ځوان لهپاره ډېر ستونزمن دي، یا هم د یوې ملګرې لرل او تر ټولو بده یې دا چې له هغې سره جنسي اړیکه ونیسي او خبره بېحیایۍ، بېشرمۍ او بداخلاقۍ ته ورسېږي، ځانخلاصول یې د شهوت پوره کولو او روح ارامولو لهپاره یوازینۍ لار ده.
موږ ځانخلاصول ناسم کار بولو، خو دا به څومره ښه وي چې یوه سمه، مناسبه، معقوله او عملي لار د یوه بالغ ځوان لهپاره ولټوو چې له دې ناسمې لارې راوګرځي.





