
د سمنګانو ولایت حضرتسلطان ولسوالۍ په یو کلي کې مو ژوند کولو. د کورنۍ اقتصادي حالت مو ډېر بد نهو او له دې امله ښوونځي ته تلم. د ښوونځيو کلنۍ ازموینې ته یوه اوونۍ پاتې وه، ګهیځ وخته معلم ضیاءالدین (مسعتار نوم) زموږ کور ته راغی او زما له پلار یې وغوښتل چې اجازه وکړي، زه هغه ورځ له معلم سره په کور کې مرسته وکړم.
ضیاءالدین راته وویل: «ورشه د حجرې تیت پرک لوښي راټول کړه». کله چې حجرې ته ورغلم یوازې د اوبو یو ګیلاس ايښې وه او نور هېح لوښي نهوو. په دې وخت کې معلم ضیاءالدین هم رادننه شو. ومې ویل: «معلم صیب دلته خو هېڅ لوښی نه شته.» معلم وویل: «ټوکه مې وکړه. ورشه یو ګیلاس اوبه وڅښه چې بیا کار ته ځوو. تږی کېږې.» په هرحال، ما اوبه وڅښلې څو شېبې وروسته متوجه شوم چې یو حالت راته پیدا شوی او ورو ـ ورو ګنګس کېږم، بېهوشه شویم وم.

پوی شوی نهیم، خو یو وخت رابیدار شوم، یوازې د خونې په منځ کې پروت وم او د بېچارهتوب احساس مې کولو. پرتوګ مې رانه لېرې پروت و. په ځېنو برخو یې د وینو څاڅکي وچ شوي وو.
له دې پېښې، ناهیلۍ او ترخې شېبې وروسته، معلم ضیاءالدین خونې ته راغی او ما داسې احساسوله چې ښايي د خوشالۍ، ډاډ او ښې خبرې کیسه به واورم. په سختو ټکو یې راته وویل:«که دې د پېښې په اړه کیسه وکړه، ټوله ګورنۍ دې وژنم.» ما یې خبرو ته غوږ کې نه ښود. رنګ مې تښتېدلی و، ځان مې رپېده؛ نه پوهېدم چې څه وکړ. څنګه چې کور ته ورسېدلم مور مې په غصې راته وویل، څه درباندې شوي دي، ټوله کیسه مې ورته وکړه؛ مور مې هم د شپې لهخوا ټوله کیسه زما پلار ته کړې وه.

لا د شپې څو ساعته پاتې وو چې پلار مې ناڅاپه ټوپک راواخېست او د معلم ضیاءالدین د کور په لوري ورغی. سخته او دردناکه ورځ مو تېره کړېوه؛ خو هغه شپه هم د ورځې له تریخوالي اوسختوالي کمه نه وه. پلار مې ضیاءالدین مړ کړ او په سبا شپه یې د پولیسو له لوري ونیول شو.
د قتل په جرم یې اعدامولو، ژوند او ټوله کورنۍ یې له لاسه ورکوله، نور عمر به یې په زندان کې تېرولو… سزا یې څه وه؟ کومه سزا؟ ښايي له عزت او وقاره د دفاع سزا یا … نه پوهېږم. خو داسې هېڅ ونهشول او خلکو پرېکړه وکړه چې تهمینه (مستعار نوم) خور مې د قتل د بدل (خونبها) په نامه د معلم ضیاءالدین ورور ته ورکړو، دې رواني ځور نه یوازې زموږ خور بلکې موږ ټول یې شکنجه کړو. هغه له له ما یوازې دوه کاله مشر وه او تازه یې د عمر دویمه لسیزه پيل کړې وه.





