هره میاشت مې د جنسي تېري فلم د نه‌ افشا په پار ۲۰۰ ډالر ورکول

پلار مې له یو بهرني بنسټ سره کار کولو. یو ورځ ګهیځ ټول په کور کې ناست وو چې د کور ور راوټکېدلو. دروازه مې چې ورخلاصه کړه شاوخوا ۳۰ کلن سړی مې ولید چې باران لوند خیشت کړی و.

څنګه چې کور ته را دننه شو خپله پيلامه یې شروع کړه:«امیر (مستعار نوم) یم. غوښتل مې د پلار په دفتر کې دې کار وکړم، خو هغه په ازموینه کې په لوی لاس ناکام کړم او یو بل کس یې زما پر ځای وګومارلو.»

کریم (مستعار نوم) ۱۳ کلن دی، هغه د امیر سره د بلدتیا او اشنايي کیسه دا ډول کوي:«یو ورځ له ښوونځي کور ته راتلم چې د لارې په اوږدو کې مې امیر مخې ته ودرېد له ما یې وغوښتل چې د پلار دفتر ته مې له هغه سره ولاړ شم. وروستۍ صحنه مې چې په یاد ده هغه دا ده چې د امیر موټر ته وختلم په کومه لارې چې تللم راته نااشنا وه. په دې وخت کې امیر یو دستمال را بوی کړی او بېهوشه شوم. خو تر ټولو ترخه صحنه کله چې را په هوش شوم په یوې نیمه تیاره خونه کې لوڅ لغړ پروت وم. سم دستي مې ځوان وخځولو خو پوی شوم چې څوځلې جنسي تېري راباندې شوی دی.»

سخت ناهیلی شوی وم. له دې هم بده دا وه چې هېچاته مې دا کیسه کولی نه شوی:«ځکه چې امیر پر ما د جنستي تېري له پېښې فلم ډک کړی و، که یې هغه خپور کړی وی زه په ژوندني مړ وم. له همدې وجې هرځل چې امیر غوښتل له ما یې د یو جنسي غلام په څېر استفاده کوله. له دې ټولو سره ـ سره امیر زه اړ کړی وم چې د پلار په دفتر کې مې د هغه له لاسه ورکړي کار تاوان پرې کړم. په دې توګه ما به هره میاشت له کوره ۲۰۰ ډالر غلا کول او امیر ته مې ورکول.»

«په دغه ترتیب سره له دوو کلونو وروسته ظاهرا دا کیسه ختمه شوه.وروسته له هغې چې امیر او ملګرو یې راباندې په ډله‌ییزه توګه تېری کړی وو؛ ناهیلی شوم او ټول باورونه مې له لاسه ورکړ. دا چاره لامل شوه چې امیر د دغې ترخې صحنې فلم مې پلار ته وښيي: ځکه مې خپل تیلیفون او د اړیکو نیولو ټول وسایل خاموشه کړي وو. دا لامل شو چې د ځان وژنې هڅه مې وکړه او له بام ځنې مې ځان وغورځولو، لاس او پښې مې ماتې شوې خو زه ژوندی پاتې شوم. له دې پېښې وروسته شل او شوټ شوم. کورنۍ مې بې‌عزته شوې وه؛ اړ شو چې له دې سیمې کډه وکړو او د بلخ یوې لېرې سیمه کې ژوند غوره کړو. زموږ ژوند تباه شوی و.»

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام