
هلکان په کلیو کې کله چې لس کلن شي اړ دي یو کاروبار وکړي او ژوند ته د ګټلو لهپاره ځېنې وخت خپل ځان ګواښ سره مخ کوي. زموږ له کلي تر ولسوالۍ ۵ کیلومتره او له ولسوالۍ د کندوز تر مرکزه ۲۵ کیلومتره واټن دی.
دوبی و، هوا ګرمه وه او سهار ډېر وخته ۳ بجې مې د ولسوالۍ مرکز ته حرکت وکړ خو مخکې له دې چې د ولسوالۍ مرکز ته ورسېږم، د کلي په لاره کې څوو کسانو ودرولم. په دې وخت کې له یو لوري غږ راوشو:«څوک دی؟ دلته یې راولئ.» یو کور ته یې ورښکته کړم. دا کور ظاهرا یوې کنډوالې ته ورته و. خونه د چرسو او تریاکو لوخړلې نیولې وه. لاسونه یې راوتړل او قوماندان صبور (مستعار نوم) وویل: «غږ دې وانهورم.»

بیا هغه وخت په هوش راغلم چې د ولسوالۍ په مرکزي روغتون کې بستر وم او له ډاکټرانو مې واورېدل چې څو ځلې جنستي تېری راباندې شوی دی. صبور هم زما سر ته ولاړ و. څو شېبې وروسته چې د روغتون خونه فرصت شوه صبور وګواښلم، که د پېښې په اړه چاته کیسه وکړې؛ ټوله کورنۍ دې وژنم.
پنځه ورځې په روغتون کې پاتې شوم له روغتونه خارج شوم او کور ته ستون شوم. د کورنۍ هېڅ یو غړی مې هم ژوندی نه و؛ صبور قوماندن زما ټوله کورنۍ وژلې وه. پر ما د شوي جنسي تېري کیسه په ټول کلي کې خپره شوې وه.

سختې او بدې ورځې راباندې تېرې شوې. خو دغه سختۍ له هغه ډېرې راته ښې وې چې له دې پېښې وروسته څلور کاله د قوماندان صبور په جنسي غلام وګرځېدم. د ژوند لاره مې بدله شوه، لکه ډبره بې حسه وم. د صبور جنسي غوښتنې مې ومنلې او ټول ژوند مې د هغه په خدمت او ولکه کې شو. اوس فکر کوم د دغه حالت دوام زما روح او روان اغېزمن کړی دی.
کرا ـ کرا بېرحمي او سخت زړي مې زیاته شوې او انسان وژنې ته مې لېوالتیا پيدا شوې. خو د انسان وژنې حس او لېوالتیا مې له دې کبله ده چې یو ورځ د قوماندان صبور له اولادونو غچ واخلم. په هغه ورځ له ماسره د صبور هغه ناوړه کار د غچ اخیستنې تخم وشیند؛ بلاخره زرغون به شي؛ څه چې کرل شوي هغه رېبل کېږي.





