
په پرلهپسې ډول مو د نجونو د میاشتنۍ ناروغۍ یا پریود د لومړیو تجربو په اړه راپورونه او د هغوی د ژوند لیدلی حالت خپور کړ. پهدې بهیر کې ډېرو نجونو یا د میاشتنۍ ناروغۍ په اړه عامهپوهاوی نهلرلو او یا یې لهدې ناروغۍ وېره لرله.
پهدې راپور کې د همدې میاشتني تکلیف او د هغوی د پایلو په اړه د ښځینه ناروغیو له متخصصانو، ټولنپوهانو او ارواپوهانو سره خبرې ـ اترې شوېدي.
میاشتنۍ ناروغي هم د ښځو د ډېرو نورو ناروغیو په شان تابو ګڼل کېږي او حتا ځېنې وخت د دې ناروغۍ پرمهال له ښځو سره سخت او ناخوښ چلند کېږي. په بل عبارت، هغه ښځې چې په میاشتني تکلیف اخته کېږي «چټلې» ګڼلې کېږي. پهدا ډول حالاتو کې ډېرې کورنۍ ښځې نه پرېږي چې د کور وسایلو ته لاس ور وړي، ډوډۍ او پخلی وکړي…
میاشتنۍ ناروغي یا پریود په لنډ ډول د ښځو له رحم نه میاشتنۍ خونریزۍ ته ویل کېږي. میاشتنۍ ناروغي، پریود، حیض او منس د دې طبیعي پېښې نور نومونه دي. په طبیعي ډول دا مهالیزه شوې خونریزي له ۳ تر ۷ ورځو پورې له رحمه جریان لري.
میاشتنۍ ناروغي زموږ په ټولنه او فرهنګ کې یوه ستره ټولنیزه ستونزه او تابو ګڼل کېږي. په همدې پار باید لومړی تابو تعریف کړو. تابو هغو کړنو، ویناوو او نورو ټولنیزو چارو ته ویل کېږي چې د رسمرواج لهمخې ممنوع ګڼل شوېوي.
ټولنپوهه راضیه دانش پهدې اړه چې څرنګه د ښځو اړوند ټولو مسایلو سره تابوډوله چلند کېږي؛ وايي: «د ښځو یوه ستونزه دا وي چې د دوی په اړه ټول شیان اخلاقي بُعد پیدا کوي، داسې بُعد چې په سُنتي ټولنو کې د دا ډول نویو تحولاتو بدلون سخت کار دی. په همدې بنسټ، د ښځو ژوند، د جامو ډول، خبرې کول او حتا د هغوی فکرونه له اخلاقي زاویې بررسي کېږي او په ډېرې کمۍ سره د هغوی په اړوندو مسایلو کې اجازه ورکول کېږي.»
له بل لوري، ښځه په ټول تاریخ کې د نارینه ملکیت ګڼل شوې او پهدې نظام کې یوازې نر د دې واک لري چې د ښځو اړوند مسایل خپاره او بحث کړي او که نه.
په همدې دلیل ځېنو ته د ښځو اړوند مسایل خصوصي حوزه ګڼل کېږي او هر هغه مفهوم چې په یو ډول نه په یو ډول پهدې خصوصي حوزې پورې اړه لري؛ د نه منلو سوژه بلل کېږي.

د ولادي او نسايي چارو متخصصه ډاکټره سوسن فقیري وايي، د فزیکي روغتیا په برخه کې د ټولنې او په ځانګړې توګه د مېرمنو ناخبري د بېلابېلو ناروغیو او کورني تاوتریخوالي عامل دی.
مېرمن فقیري وايي: «ځېنې مېرمنې دي د خپلې میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال ځانونه تحریموي. ناسم پوهاوی لامل شوی چې ښځې او نجونې د میاشتني تکلیف پرمهال خپل ځانونه ناپاک وګڼي او تر ټولو ساده چارې چې د تناسلي برخې پاکوالی دی هم هېر کړي. له بلې خوا، د میاشتني عادت د دردونو په اړه د مېرمنو سنتي او اشتباه لیدلوري لامل کېږي چې پهدې موده کې له زیاترو ګټورو خوړو ځاونه پرهېز کړي.»
د مېرمن فقیري په باور، مېرمنو کې د کمخونۍ او بې اولادی یو لامل د میاشتني عادت څرنګوالي په اړه د عامهپوهاوي نهلرل او پهدې موده کې له لازمو خوړو ځنې نه استفاده ده.
مېرمن فقیري وايي، ناروغانو ته جدي توصیه کوي چې د عادت پرمهال پرلهپسې حمام وکړي، پهدې ورځو کې له قوي خوړو په ځانګړي توګه هغه خواړه چې ويټامین سي ولري؛ استفاده کړي او ترڅنګ یې سپک تمرینونه وکړي.
په خرافاتو باور او د مېرمنو لهخوا پهدې موضوع کې شرمېدل لامل شوي چې د میاشتني عادت په اړه بحث یو ستونزمن کار وبلل شي. کله چې مېرمنې خپل لومړني حقونه غواړي له پېچلتیاوو، مکانیزمونو، د بنسټونو، کورني، د ښوونیزو مرکزونو او د ټولنې له غبرګونونو سره مخامخېږي. نرواکی کلتور له ښځو تمه کوي چې اصلاً خپل کم حقونه هم ونه غواړي. دغه موضوع د هر نر او ښځې پر وړاندې چې د موجود حالت په اړه مبارزه کوي؛ ستونزې ایجادوي.
د ښځو د دغو مسایلو په اړه که دودونه مات نهشي؛ زیاتره وخت د کورني تاوتریخوالي لامل ګرځي. له میاشتني عادت مخکې د مېرمنو په چلند کې بدلون راتلل او رواني حالت د دې لهپاره بېلګه ده.
PMS (Premenstrual Syndrome) یا له میاشتني عادت مخکې جنجالونه د مېرمنو میاشتېني عادت مودې اړوند رواني علایم او احساسات دي. له میاشتني عادت مخکې جنجالونه او د مېرمنو په چلند کې بدلون راتلل نه یوازې پر ښځو فزیکې نښې ـ نښانې هم پرېږي او د مېرمنو عاطفه هم تر سیوري لاندې راولي، بلکې په کورنۍ چارو او ورځني ژوند یې هم اغېز کوي.

د رواني ناروغیو روغتون رییس ایمل ساپی وايي، د میاشتني ناروغیو پرمهال د مېرمنو په چلند کې توپیر رامنځته کېدل یو عادي حالت دی او کورنۍ مکلفې دي پهدې موده پر مېرمنو رواني فشار راکم کړي.
ښاغلی ساپی وايي، د میاشتني عادت پرمهال رواني اختلال د مېرمنو شخصي روابط تر سیوري لاندې راولي او زغم یې راکمېږي؛ خو د دې مودې په تېرېدو پهخپله دغه نښې راکمېږي.
د ټولنپوهانو په باور، مېرمنې پهدې موده کې زیات رواني او روحي زیان ویني او د دې موضوع حساسیت د مېرمنو په ټولنیز ژوند کې زښت زیات اغېز لري.
که له ۱۲ تر۵۰ کلنۍ پورې د مېرمنو میاشتني ناروغي په پام کې ونیسو؛ په منځني ډول د مېرمنو ۸ کاله له میاشتني تکلیف سره تېریږي. دا چې په ټولنه کې د مېرمنو میاشتنۍ ناروغۍ په اړه خبرې شرم ګڼل کېږي؛ دا یوه تابو ده؛ نو د عمر دا موده به په مېرمنو څه ډول تېره شي.
د دیني زدهکړو پربنسټ مېرمنې د میاشتنیو ناروغیو پرمهال ناپاکې ګڼل شوي او پهدې موده کې کابو له ټولو اجتماعي تعاملاتو محرومه پاتې شي.
د مېرمنو میاشتنۍ ناروغي پهخپله ښځو ته هېڅ کوم سرخوږی نه پیدکوي، که ټولنه پهدې پېر کې د هغوی ملاتړ وکړي؛ د هغې د دردونو بوج به کم شي او رواني سکون به واخلي. له بدهمرغه بېلابېل مسایل لکه بېسوادي او غربت د دې لامل شوي چې نن دغه موضوع لږه درک شي. علم ته د نارینه لیدلوري له زوايي، که وغواړو اومیندواري کنټرول کړو د مېرمنو میاشتنۍ ناروغۍ وخت څارو. کیسه همدا ده چې د خلکو لهپاره د وینې لیدل د ناخوښۍ خبره ده.
لا هم نارینهوو ته د مېرمنو میاشتنۍ ناروغۍ د وینې انځورونه ناراحتوونکې او بېمعنا موضوع ده، دا داسې مهال ده چې په نړۍ کې هره ورځ د تاوتریخوالي زښت زیات انځورونه خپرېږي. د ښځو حقونو چارو فعالانو په خبره، د مېرمنو د بدن د دغې طبیعي بدلون د انځور خپرول د مېرمنو پر وړاندې په تابو ماتونه کې مرسته کوي او دا د دې لاملېږي چې د ښځو په عادي ژوند کې خلل رامنځته نهشي.





