لمس یې کړم او جامې په وینو شوې

ګیتا: نوې پېغله وم او ټولو ملګریو او ټولګیوالو مې میاشتنی تکلیف پيدا کړ؛ خو زه ناروغه نه شوم.

یوه ورځ د کوڅې له هلکانو نه یو هغه له لېرې رانږدې شو، هر څو مې چې ځان اخوا دې‌خوا کړ؛ مخې ته مې ودرېد، لاس یې رانږدې کړ او زما بدن یې لمس کړ.

کله چې کور ته ورسېدم، ومې لیدل چې جامې په وینو شوي. ټول وجود مې په غضب اخته و. په منډه حمام ته لاړم او ومې لیدل چې وینه مې تر ورنونو رسېدلي وه.

شکمنه شوم چې دا خونریزي به د هغه هلک د لاس راوړلو له امله وي. ځان مې پاک کړ او ومې ویل، ډېره ژر به ښه شم.

خو په سبا چې له خوبه پاڅېدم؛ په وینو کې غرقه پرته وم. بالاخره مې ټوله کیسه مور ته وکړه او هغې په خندا وویل: ډاره شوې یې، ځکه دې میاشتنۍ ناروغي راغلې. دا ډېره طبیعي خبره ده.

مور سره له خبرو وروسته ډاډه شوم او نور مې د میاشتنۍ ناروغۍ په اړه اندېښنه ونه‌کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام