د دایکندي د ښځو چارو رییسه ذکیه رضايي سلام وطندار ته وايي چې پهدې ولایت کې پر یوې ۱۷ کلنې جلۍ کورنۍ او سپينږیرو فشار راوړی چې له طالب سره واده وکړي؛ خو جلۍ د دایکندي په مرکز نیلي کې امنکور ته پناه وړې ده.
د اغلې رضايي په وینا، دا جلۍ ۴ ورځې مخکې د دې ولایت د پاتو ولسوالۍ له تمزان کلي راتښتېدلې او اوس په امنکور کې ده.
د دې په وینا، تر اوسه څو ځلې د ۱۷کلنې جلۍ کورنۍ د هغې د وړلو لهپاره د ښځو چارو ریاست ته ورغلې او دا موضوع یې قومي کړې؛ خو دوی له ښځو چارو ریاست سره په همغږۍ د جلۍ له ورسپارلو انکار کړیدی.
د دایکندي د ښځو چارو رییسې دا هم وویل چې دوی د جلۍ د نارضایتۍ په صورت کې هغه نهشي ورسپارلی او د حمایوي مرکز د طرزالعمل پر اساس له هغې ملاتړ کوي.
په ورته وخت کې د دایکندي د ښځو حقونو فعاله جمیله رحماني هم لهدې ۱۷کلنې جلۍ نه د جدي ملاتړ غوښتنه کوي او په زوره دې له امنکوره بېرون نهشي چې د ناسمو دودونو ښکار نهشي.
د اغلې رحماني په وینا، پاتو ولسوالي په دایکندي کې تازه رامنځته شوې چې اکثره اوسېدونکي یې سنتي باورونه لري او نجونو ته د واده کولو پرمهال د انتخاب حق نهورکوي.
پهدې اړه مو د ۱۷ کلنې جلۍ د نظر اخېستلو هڅه وکړه؛ خو د خبرو کولو اجازه رانهکړل شوه.
دایکندي د هېواد په مرکز کې هغه ولایت دی چې د جبري او کمعمره واده، د واده ډېر لګښت، بېوزلۍ او کم عامهپوهاوي له امله پهکې ډېرې ښځې له کوره تښتې او یا ځانوژنې ته زړه ښه کوي.