
د لوګر د ازرې ولسوالۍ ځايي اوسېدوونکي او د ولایتي شورا غړي وايي، چې د ازرې ولسوالي د نشه يي توکو د کرکیلې او قاچاقو په مرکز بدله شوې ده.
په ولایتي شورا غړی او د ارزې اوسېدونکي ډاکترعبدالولي وکیل سلام وطندار ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ زیاتو خلکو نشه یي توکي کرلي او پر سوداګرۍ یې بوخت دي.
وکیل وايي، چې په ازره کې خلک د ناامنیو او زیاتې اقتصادي ګټې له پاره نشه يي توکي کري.
دی زیاتوي، چې د ازرې ولسوالۍ په ۹۰ سلنه ځمکه چرس کرل شوي او وګړي يې هر کال د خپلو چرسو د خرڅلاو له کبله سلګونه ميليونه افغانۍ ګټه ترلاسه کوي.
د ولایتي شورا دغه غړي وايي، چې په ازرې ولسوالۍ کې ناامني ده، پراخې او هواري ځمکې په کې کمې دي او د نورو کرنیزو محصولاتو په نسبت د نشه یي توکو کرل په کم وخت کې زیاته ګټه لري.
بل لورته د لوګر ولایت د والي ویاند سلیم صالح سلام وطندار سره په مرکه کې د دې خبرې پخلی وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې ولسوالۍ کې نشه يي توکي په زیاته اندازه کرل کېږي.
صالح وویل، د لوګر والي امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې په دغه ولایت کې د نشه یي توکو کرکیله صفر ته را ټیټه کړي او د قاچاق کوونکومخه ونیسي.

د والي ویاند وايي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې د افغان ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۵ زره کیلو ګرامه نشه يي توکي په دې ولایت کې نیول شوي دي.
له دې مخکې څو ځلې افغان امنیتي ځواکونو په ارزې ولسوالۍ کې عملیات وکړل او په بېلابېلو اندازو سره یې نشه یي توکو ونیول.
د راپورنو له مخې په ازرې ولسوالۍ کې په وروستیو عملیاتو کې د نشه یي توکو یو مشهور قاچاقوونکی هم ووژل شو او څو تنه نور ونیول شول.
ازره د لوګر ولایت له هغو ولسوالیو نه ده چې استراتیژیک موقیعت لري.
دغه ولسوالۍ له پلازمېنې کابل ، پکتیا، ننګر هار ولایتونو سره ، او د ډيورنډ کرښې هغې اړخ قبایلي سیمو سره هم ګډې لارې لري او تر ډيره ددې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو راپورونه خپريږي.





