ګل بشره په ړندو سترګو د خپل مېړه د مجازاتو غوښتنه کوي

د ژمي په سړو کې به یې له ما نه جامې اېستلې، زه به یې تړلم او سړې اوبه را باندې اړولې او په قمچینو به یې وهلم له هغه وروسته به یې زما په ټپونو مرچ او مالګه دوړول او په یخ اطاق کې به یې بندي کولم.

داسې ښکاریده، چې د ټولو نارینه وو له غږه یې وېره احساسوله.

کله به یې چې له خبریالانو سره خبرې کولې، نو یو ډول وېره به ورته پیدا کېده؛ دېوال ته به یې کلکه ډډه وهلې وه او هغه مهال به یې، چې سره په زنګانه کېښود، نو بې اختیاره اوښکې به یې له سترګو تللې.

نوم یې ګل بشره ده، د غزني ولایت له ناامنه ولسوالۍ قره باغ نه ښار ته د عدالت غوښتلو له پاره یې د دولتي چارواکو د کورونو دروازه ټکوله.

مېړه یې ور نه د سترګو د لېدو نعمت اخیستی و او دې غوښتنه کوله، چې مېړه یې د خپلو اعمالو په سزا ورسیږي.

د ګل بشرې مور او پلار د دې له واده نه مخکې مړه شوي وو.

دغه مېرمن دوه ورونه لري، د ژوند له سختیو او ناخوالو سره په جګړه دي.

ګل بشره له واده څخه ۱۵ ورځې وروسته د ژوند خوښۍ ترې مسافریږي او د خپل مېړه له خوا په بې رحمۍ سره وهل کیږي، خاوند یې په ایران کې و او له هغه ځایه له راتګ وروسته کندهار ته کډه کوي.

دغه مرمن وايي، چې مېړه مې له نورو سره د جنسي اړیکو لرلو په تور وهلم.

په دې وروستیو کې د ګل بشرې خاوند د دې سر خریي او په صورت یې تېزاب شیندي او خپلې کورنۍ ته یې غزني ته لیږي.

د ګل بشرې ماما عبدالستار د دې د عدالت غوښته یې کوله وویل، چې د چنګاښ میاشتې په ۲۱مه د غزني ولایت د ښځو چارو ریاست، محکمې او پولیسو ته مې مراجعه کړې تر اوس یې پایله معلومه نه ده.

د دغې مرمنې ماما وايي، چې د ګل بشرې ورونه واړه دي او ژوند له ناخوالو سره لاس او ګریوان دي.

دی وايي، چې د ګل بشرې د دوسیې د تعقیب له پاره یې پیسې را قرض کړي دي .

د غزني ولایت د ښځو چارو رییسه فوزیه کاکړ سلام وطندار ته وویل، چې دوی د ګل بشرې دوسیه تعقیبوي او د دې د مېړه نیولو امر د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا ورکړل شوی دی.

مېرمن کاکړ وايي، چې دوی د سرطان په ۲۱ د ګل بشرې دوسیه محکمې ته لیږلې ده اوس د څېړنې لاندې ده.

د غزني پولیسو او محکمې هم دامني، چې د نوموړې پر دوسیه کار کوي.

ګل بشره په ړندو سترګو د ځان او ورونو د خوندیتوب وېره ور سره وه.

دغې مېرمنې د عدالت پرته بله غوښتنه نه درلودله او ویل یې چې "ولې له ماره سره دا ډول ظلم شوی دی".

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام