کورونا؛ هېڅوک ننګرهار، لغمان او کونړ ته د تلو حق نه لري

له هغه وروسته چې په ننګرهار کې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې، ورسره د ختیځو ولایتونو ننګرهار، لغمان او کونړ چارواکیو پرېکړه کړې چې دغو ولایتونو ته پر تګ‌راتګ بندیز ولګوي.

د چارواکیو د پرېکړې له مخې، دا بندیز د جمعې ورځې پر پنځو بجو پیل شوی او تر نامعلومې مودې به دوام وکړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام‌وطندار ته وویل، له جلال‌اباد ښاره ولسوالیو، له ولسوالیو نه ښار او دغه راز له جلال‌اباده کونړ او لغمان ته پر تګ‌راتګ بندیز لګول شوی دی.

بله‌خوا نن په ننګرهار کې د کورونا دویمه مثبته پېښه هم ثبت شوې ده.

تېره ورځ په کونړ کې هم یوه شکمنه پېښه ثبت شوې وه، خو له معایناتو وروسته یې پایله منفي ختلې ده.

همدا راز په ننګرهار کې پر کورونا د اخته لومړي ناروغ روغتیايي وضعیت ښه او د نننۍ معاینې پایله یې منفي ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي هم ویلي چې له نظامي چارواکیو، روغتیايي کارکوونکيو، ناروغانو او نورو بيړنیو کارونو پرته عام خلک هم دغه ولایت ته تګ‌راتګ نه شي کولی.

له تېرو دوو اوونیو راهیسې د ننګرهار او کونړ مرکزونه او ولسوالۍ په نیمه اضطراري حالت کې دي او له خوراکه‌پلورنځیو پرته نورې ټولې هټۍ او سرایونه تړل شوي دي.

د دې ترڅنګ، د نورستان چارواکیو دغه ولایت ته ورتګ بند کړی دی.

په تورخم بندر کې بیا له پاکستانه راتلونکیو کسانو ته بېړنی کمپ جوړ شوی چې د لسو زرو کسانو د اوسېدو ظرفیت لري.

په دغه کمپ کې به له پاکستانه راتلونکي کسان له څوارلسو تر شلو ورځو قرنطینېږي او له روغتیايي ډاډمنتیا وروسته به خپلو کورونو ته پرېښودل کېږي.

د ننګرهار والي د دغه کمپ لپاره د بسترو ټولولو کمپاین پیل کړی او تر دې دمه ګڼو کسانو د خپل کور بسترې او نور اسباب ورکړي دي.

همداشان په ننګرهار او کونړ کې د مرستو صندوقونه او بانکي اکونټونه هم جوړ شوي چې ننګرهار کې له سل زرو ډالرو ډېرې پیسې راټولې شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام