په هرات کې پر کورونا د اخته کسانو له ډلې ۵۶ یې بېرته رغېدلي او له روغتونه خپلو کورونو ته لېږل شوي دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزی وايي، په وروستیو څو ورځو کې د هغو کسانو شمېر ډېر شوی چې له کورونا ناروغي نه رغېدلي دي.
د نوموړي په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۵ مثبتې پېښې ثبت شوي چې په دې سره په دغه ولایت کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۲۲ ته رسېدلی دی.
هرات چې له ایران سره ګډه پوله لري، تر ټولو ډېر کسان پهکې پر کورونا اخته شوي دي. کورونا ویروس تر اوسه د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې خپور شوی او ۹۰۶ کسان پرې اخته شوي دي.