نن په کابل کې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ ځېنو اوسېدونکیو د یوې اعتراضیې غونډې پرمهال د نظامالدین قیصاري او د هغو د ساتونکیو خوشې کولو غوښتنه وکړه.
د ښاغلي قیصاري د ساتونکیو کورني غړي وايي چې له ۲۴ ورځو راهیسې د خپلو اولادونو له برخلیکه بېخبره دي او حکومت باید پهدې برخه کې معلومات ورکړي.
دوه معترضان سیدانور تورانتای او حاجي عبدالرسول له حکومته د قیصاري او د هغه د ساتونکیو د راخوشې کولو غوښتنه کوي.
دوی وایي، له نظامالدین قیصاري سره ۱۸ ساتونکي هم له حکومت سره بندیان دي، په خبره یې، که راخوشې نهشي؛ بېرته به لاریونونو ته دوام ورکړي.
د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د دې اوسېدونکیو د غوښتنو په تړاو مو د لویې څارنوالۍ د نظر اخېستلو هڅه هم وکړه؛ خو لهپرلپسې اړیکو سره ـ سره بیا هم بریالي نهشو.
د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ امنیه قوماندان نظامالدین قیصاري او ساتونکي يې ۲۴ ورځې مخکې حکومت ونیول او قیصاري يې کابل ته ولېږدولو. د ښاغلي قیصاري نیول او د هغه ساتونکیو سره ناوړه چلن په شمالي او شمالختیځو ولایتونو کې د پراخو اعتراضونو سبب شو.