د کورنیوچارو وزارت ویاند نجیب دانش نن (شنبه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د غزني د مقر او میدان وردګو د سیداباد لارې چې له تېرې شپې راهیسې بندې شوې وې، بېرته پرانستل شوي او مرستندویه ځواکونه هم له همدې لارې غزني ته ورسېدل.
د نوموړي په وینا، اوسمهال د غزنيښار په ځینو برخو کې چاڼیزعملیات روان دي او د دې ولایت د سقوط ګواښ نهشته.
دانش وايي، د غزني په جګړه کې له ۱۵۰ زیاتو طالبانو او ۲۶ امنیتي ځواکونو ته چې یو پهکې د رسنیو کارکوونکی و، هم مرګژوبله اوښتې ده.
د کورنیوچارو وزارت ویاند زیاتوي، په یاده جګړه کې مخابراتي شبکو، ملکي تاسیساتو او د سیمهییزو رسنیو انتونو ته هم زیان اوښتی دی.
نوموړی په یاد ولایت کې د امنیتي ځواکونو ورو عملیاتو لامل، د طالبانو له لوري د عامو خلکو کورونو سپر کول یادوي او ټینګار کوي چې د نن شپې تر ناوخته به د ښار ټولې برخې پاکې شي.
نجیب دانش دغه راز د متقاعد جنرال او نظامي کارپوه ځلمي وردګ د وژلو په اړه وویل چې تراوسه یې په تړاو ۳ کسان نیول شوي دي.
جنرال ځلمی وردګ د جمعې په شپه د نامالومو کسانو له لوري په خپل کور کې چې د کابل کارته پروان سیمه کې دی، وژل شوی و.