
د ننګرهار د ولایتي شورا مسوولان وايي، شېرزادو ولسوالۍ کې يوه افغان سرتېري ۷ امريکايي ځواکونه وژلي دي.
د ياد ولايت د ولايتي شورا مرستیال اجمل عمر وايي، دا پېښه تېره شپه په يوه نظامي مرکز کې له لفظي شخړې وروسته شوې.
د نوموړي په وينا، د بهرنیو ځواکونو له لوري په ځوابي ډزو کې یو افغان سرتېری وژل شوی او څو نور ټپيان شوي دي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت قومندانۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د ننګرهار سيمهييز مسوولان ياده نښته ردوي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، تېره شپه کله چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو او افغان کومانډو ځواکونو شېرزادو کې عمليات کول چې بريد ورباندې شوی چې په پايله کې يې ۳ د ملي اردو سرتېري او يو شمېر امريکايي سرتېري وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، تر اوسه معلومه نه ده چې بريدګر نفوذي کس و او که په تېروتنه يې ډزې کړې دي.
د ننګرهار والي زياتوي، د پېښې څېړلو لپاره پلاوی ټاکل شوی او ډېر ژر به د څېړنو پایلې شريکې کړي.
د شېرزادو ولسوال هم د امريکايي او افغان ځواکونو تر منځ نښه تاييدوي خو د مرګژوبلې په اړه يې څه نه وايي.
نیوزویک د امریکايي پوځ له قوله لیکلي چې شېرزادو کې د افغان او امریکايي ځواکونو تر منځ ډزو کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.





