سلام وطندار د ټولنیزو راپورونو په لړ کې د جنسي پېښو د قرباني شویو ښځو له هغې شمېر سره مرکې کړي، چې په دولتي او نادولتي ادارو کې ځورول شوې دي او دغه مرکې یې په ځانکړې پاڼه کې راټول کړي دي، چې د مرکه کوونکیو نومونه مستعار، خو کیسې یې په پوره ډول حقیقي دي.

مینا: کله چې ۲۳کلنه شوم، د زده کړو او په ژوند کې د پرمختګ له پاره له کورنۍ لېرې شومه او پلازمېنې ته راغلمه. د زده کړو له څلور کلنې دورې وروسته د نورو ځوانانو په شان د کار په لټه شومه. غوښتل مې د کار په کولو سره خپل تېر کلونه د اقتصادي مرستې په واسطه جبران کړم. په میاشتو – میاشتو په دندې پسې ورګرځېدمه، بلاخره مې په یوه اداره کې د منشۍ پوسټ ته اسناد ورکړل. کله چې هلته لاړمه، هغه چا چې له ما سره کاري مرکه کوله، لاس راوږد کړ، چې لاس راکړي. ما له لاس ورکولو ډډه وکړه. خو هغه په خبرو پیل وکړ، هر څه یې چې ویل، له دندې سره یې اړیکه نه لرله. بلاخره هغه څه یې چې باید نه وی ویلي، ویې ویل او ما ته یې کړه، که مقرره شوې؛ باید داسې کار وکړې، چې زه درنه راضي شم، ما باید تل خوشاله وساتې، یعنی هر څه مې چې ویل، هغه به کوې. له خبرو یې معلومېدله، چې په ناروغ ذهن کې یې څه ګرځي. هماغه وخت مې غوښتل ووځم؛ خو هغه په پرله پسې ډول له ما نه پوښتنه کوله، کوښښ کوې، چې ما خوشاله وساتې؟ خو ما کوښښ کولو، چې څومره ژر کېږي، له هغه دفتره ځان وباسم. په پایله کې چې مو کله خبره خدای په امانۍ ته ورسېدله، دې جنسي ناروغ بیا لاس راوږد کړ، چې لاس وکړمه، خو ما بیا هم لاس ورنه کړ. په وروستیو کې یې راته وویل، ته ملا یې او کله به هم دنده نه شې پیدا کولی.
منیژه: ما تل په ذهن کې لویې – لویې هیلې روزلې. د پوهنتون په دویم ټولګي کې ومه، چې په رسنیو کې مې د دندې اخیستلو شوق راپيدا شو. په لومړیو کې مې په رسنیو کې کار ښه و. د تفریحي خپرونو له چلولو وروسته راته ټولنیزې او په پای کې د راډیو د خبرونو د ویاندیويۍ وړاندیز وشو. هغه وخت چې په اوج کې وم، لږ ـ لږ مشکلات راته پيدا شول.
د دفتر د مشرانو غیر احلاقي غوښتنې رانه ډېرې شوې. روحي فشارونو دومره اغېزمنه کړمه، چې مجبوره شوم، استعفا ولیکمه. وروسته له جنجالونو او ستونزو نه هغه کسان چې زه یې ځورولې وم، مجازات شول او ما بېرته په کار پیل وکړ. خو د څه مودې له تېرېدلو وروسته د ادارې د هغو نېکو کسانو په وړو کې هم شګې راپيدا شوې.
زه چې په دې کار کې د ناهیلي وروستي حد ته رسېدلی ومه، له دې ځایه یوې بلې رسنۍ ته لاړم. خو په دویم دفتر کې هم له یوې اونۍ وروسته له ورته حالت سره مخ شوم. کله مې چې د ټولو غوښتنو په اړه منفي ځواب ورکړ؛ نو د حمل و نقل د وسیلې اسانتیاوو نه شتوالی، پر ټلیفوني اړیکو بندیز او د دفتر په ساحه کې ګرځېدل هغه بې معنا بندوبارونه او قیودات وو، چې یوازې پر ما تطبیقېدل. مجبوره شوم، استعفا مې وکړه او لاړمه.
عالیه: شپږ کاله کېږي، چې د پولیسو له اکاډمي فارغه یم؛ خو تر اوسه د بریدملۍ په رتبه کې یم. که وغواړمه، ترفیع وکړم یا ارتقا ترلاسه کړم، نو اړه یم، چې د خپل رییس غوښتنې ومنمه. هغوی له موږ او نورو ښځینه پولیسو د رتبې د ارتقا په صورت کې ډالۍ غواړي، خو دا ډالۍ پرته له جنسي اړیکو نورې ډالۍ نه دي. په کوم ځای کې چې زه کار کومه، یا باید له نرانو سره اړیکه ولرې او یا هم باید له داسې پېژندل شوې کورنۍ څخه اوسې، چې خپل حق وغوښتلی شې. ما تر اوسه څو ځلې د ارتقايي رتبې غوښتنه کړې ده؛ خو هر ځل راته ویل شوي دي، چې «بست خپله مېلمستیا لري»، «خپل رسم و رواج لري». نو تر هغې چې زه خپل تن سوی استفادې ته ورنه کړمه؛ یو ځای ته هم نه رسېږمه.





