د کندوز ولايت سيمهييز مسوولان وايي، په دې ولايت کې د طالبانو يوه بېپيلوټه الوتکه غورځېدلې ده.
د ياد ولايت د والي وياند عصمتالله مرادي وايي، دا بېپيلوټه الوتکه نن سهار د امنيتي ځواکونو له لوري د کندوز ولايت «کوتهګرد» سيمه کې غورځول شوې ده.
مرادي وايي، په دې اړه به رسنيو سره نور جزيات وروسته شريک کړي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.