کندهاري زده‌کوونکي هم د تاریاکو راټولولو ته روان دي

له کندهاره ډلې ډلې نوي ځوانان او د ښوونځیو زدهکوونکي د یو څوو پيسو ګټلو په پار د تاریاکو نېښ‌وهلو ته روان دي.

دوی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله يې د یو څوو اوونیو له‌پاره مدرسې او ښوونځي پرېښي او غواړي د هلمند او کندهار هغو ولسوالیو ته ولاړ شي چې کوکنار په‌کې کرل شوي‌دي.

پهدې ډله کې د کندهار د سپينبولدک ولسوالۍ ۱۲ کلن اوسېدونکی موسی کلیم چي له خپل پلار سره د نېښ‌وهلو په نیت راوتلی وايي، د غریبۍ په پار یې دې سخت کار ته د ښوونځي څلورم ټولګي د څوو اوونيو له‌پاره پرېښی دی.

د کندهار ښار دوه تنه نور زدهکوونکي هم چې د نېښ‌وهلو له‌پاره هلمند ولایت ته روان دي؛ همدا خبره کوي.

دوی هر یو عمرجان او اسدالله همدې خبره کوي، وايي، دومره غریب دي چې د کتاب او قرطاسيې رانیولو توان هم نهلري.

دوی چې د شپږم او نهم ټولګي زدهکوونکي دي وايي، له سختې اقتصادې مجبورۍ يې درسونه پاتي دي او د تاریاکو نېښ‌وهلو ته روان دي.

نېښ‌وهونکي که څه هم دغه سفر له خطره ډک ګڼي؛ خو وايي، له بېکارۍ ستړي شوي او د غربت له امله هر ډول خطرونه پر ځان مني.

د کندهار د پوهني ریاست مطبوعاتي ویاند نظرمحمد صمیمي دغه خبره نه مني او وايي، دوی په هر ښوونځي او دیني مدرسه کې هره ورځ حاضري اخلي او هر څوک چې نه وي؛ غیر حاضرېږي او که غیري حاضري يې زیاته شي؛ نو له امتحانونو پاته کېږي.

صمیمی زیاتوي، د کوکنارو د نېښ‌وهلو په اړه د زدهکوونکیو د تګ په اړه معلومات نهلري؛ خو ځېنې وختونه یوشمېر کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله د انارو، انګورو او ابجوشو ټولولو پرمهال له خپلو اولادونو ګټه اخلي او له درسونو يې وباسي.

نېښ‌وهونکي دولت په بېغورۍ تورنوي او زیاتوي، که دوی ته یې مناسبې کاري موکې برابرې کړې؛ په‌دا ډول مضرو کارونو به نه بوختېدلی.

خو د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان وايي، کندهار کې د بېکارۍ ستونزه په هغه کچه نهده چې له امله  يې ځوانان د جګړې په خطرناکو سيمو کې د تاریاکو نېښ‌وهلو ته اړشي.

د کندهار د نشيتوکیو په وړاندي د مبارزې مسوولین وايي، سږکال په کندهار کې یوازې پر ۲۸ زره هکټاره ځمکې کوکنار کرل شوي او زیات کوکنار په میوند، ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو کي دي چې د ماتولو لړۍ يې روانه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام