دغه پرتګالي فوټبالر د ریال ماډریډ له پاره د روان لالیګا سیزن د ګولونو تنده په ریکارډ سره ماته کړه، چې نه یواځې په روانو سیالیو کې یې لومړی ګول وواهه، بلکې تر څنګ یې دغه لوبه کې څو ریکارډونه په خپل نوم ثبت کړل.
کریسټیانو رونالډو د روانو لالیګا سیالیو په تاریخ کې لومړی لوبغاړې شو، چې تر ټولو لوبغاړو زیات ۲۸ م (هېټرېک) یې جوړ کړ.
په فوټبال کې (هېټرېک) هغه مهال جوړېږي، چې یو لوبغاړی سر په سر درې ځلې ګول ووهي.
دیادونې ده، چې د کریسټیانو رونالډو د ریال ماډریډ لوبډلې په ګټه سیالۍ کې د ایسپانیول لوبډلې خلاف ۵ ګولونه ووهل.
د نوموړي د ګولونو په مرسته ریال ماډریډ لوبډلې ۰-۶ بریا وګټله.
دغه راز د هسپانیي په روانو (لالیګايي) سیالیو کې پرتګالي کریسټیانو رونالډو لومړی فوټبالر شو، چې دوه ځلې په یوه لوبه کې د خپلې لوبډلې په ګټه ۵ یا له دې زیات ګولونه وهي.
ویل کېږي، چې کریسټیانو رونالډو په وروستۍ کارکردګۍ سره د لالیګا فوټبال سیالیو په تاریخ کې په ۲۸ هېټرېکونو سره تر ټولو مخکښ فوټبالر اعلان شو.
دغه راز د ایسپانیول لوبډلې پر خلاف وروستی هېټرېک د کریسټیانو رونالډو فوټبال تاریخ کې تر ټولو تېزترین هېټرېک هم حساب شو.
دا لومړی ګول دی، چې له ۱۹۶۰ زېږديز کال راهیسې په ۲۰ دقیقو کې وهل کېږي او امتیاز یې ریال ماډریډ په نامه ثبتېږي.
همدارنګه کریسټیانو رونالډو په ۲۳۰ ګولونو سره د ریال ماډریډ لوبډلې پخوانی لوبغاړی راول ګونزالیز شا ته پرېښود، چې په لالیګا سیالیو کې یې د ریال ماډریډ لوبډلې له پاره ۲۲۸ ګولونه وهلي وو او د دې لوبډلې مخکښ ګول وهوونکې اعلان شوی و.