د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ یو ډیپلوماټ د یو ساتونکي له خوا په ګولیو ویشتل شوی دی.
د راپورونو له مخې په برید کې د افغان کونسلګرۍ درېیم سکرټر محمد ذکي وژل شوی دی.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې برید کوونکی یو افغان ساتونکی دی، خو په خبرپاڼه کې د وژل شوي ډیپلوماټ هویت نه دی ښودل شوی.
له بل لوري په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې پېښه په کونسلګرۍ کې دننه رامنځته شوې او دا یو جنايي عمل دی.
دغه راز سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې له پېښې سم لاسي وروسته د کونسلګرۍ ودانۍ د پاکستاني پولیسو له خوا کلابنده شوې ده.
د راپورنو له مخې بریدګر نیول شوی دی، خو د برید انګېزه نه ده ښودل شوې.